
تجارت
د قرارداد څخه وړاندې د قرارداد فسخه کوونکي څخه د یوې میاشتې کرایه جریمه اخیستل څه حکم لري؟
د فتوې شمېره(۴۰۸)
پوښتنه:
رهنمايي معاملات يو اصول لري چې د کرايه نشين سره عقد قرارداد کوي نو داشرط کوي چې پوره کيدو د قرا رداد څخه وړاندې قرارداد فسخ کوونکی به مقابل طرف ته د يوې مياشتې کرايې په اندازه غرامت ورکوي د شريعت له لحاظه دا څنگه ده؟ روا دی وجه او که ناروا دی؟ د جواب په هيله
پوښتونکی: محمد صابر احمدزی
الجواب حامدا ومصلیا
په مطهره شریعت کې تعزیر بالمال(مالي جریمه اخیستل) جواز نه لري.
بناء په پوښتل شوي صورت کې د قرارداد د نېټې څخه وړاندې د قرارداد فسخه کوونکي څخه د یوې میاشتې کرایه اخیستل تعزیر بالمال(مالي جریمه) ده، چې شرعا جواز نه لري.
والحاصل أن المذهب عدم التعزير بأخذ المال. (رد المحتار) (۶/۹۸) کتاب الحدود، مطلب في التعزیر)
وَالْحَاصِلُ أَنَّ الْمَذْهَبَ عَدَمُ التَّعْزِيرِ بِأَخْذِ الْمَالِ. (البحر الرائق (5/68) كتاب الحدود)
کابل ټکی کام دارالافتاء
۲۰/۳/۱۴۴۷ هـ ق

محترم مفتي صاحب!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
الله ج مو په خپلو ټولو شرعي چارو کې بريالي او سرلوړي لره.
موضوع: د ګډ کور د شتنمی د ويش په اړه.
پوښتنه: زما پلار په ګډون څلور وروڼه و. مشر ورور پخوا ترې بيل شوی و. او درې سره ګډ و، نو يو ورور کابل کې په کمونېستي رژیم کې عسکري مصندار شو، او بل تره مو هم دنده حکومت کې درلوده. نو دواړه د تنخوا په پيسو کابل کې يوه نمره د بل کس سره په شريکه واخيسته.
زما پلار پاکستان ته د خپلو والدینو او خويندو سره مهاجر شو، او بیا دوبۍ ته مسافر شو. هغه دوهم تره مو وروسته پاکستان ته هم مهاجر شو، او هلته زما د پلار او والدينو سره ګډ ژوند پيل کړ. هغه کابل کې ورور به چې کله د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو، نو زما پلار به کومک ور سره کوو ځکه ګډ کور و او يو ځل يې سل زره ا فغانۍ هم ور ليږلې وي.
کله چې خوست ته راغلل بيا هم ګډه کور ژوند یو ځای پيل شو. دا نه و چې څوک ډيره ګټي او څوک کمه. زما پلار هماغه ډول د دوبۍ مسافر و او وروڼو يې دلته بزګري او ډيروري کوله. بالاخره يو ورور د شيخ زايد پوهنتون مامور شو، او دولت يوه نمره ور کړه. څرنګه چې دولت د نمره په مقابل کې د مامور څخه يوه اندازه افغانۍ اخلي، نو هغه مامور وويل چې که دغه افغانۍ نه راسره تحويلوی، بيا په نمره کې حق نه در کوم. نو په ګډه ځمکه کې ګراوي ورته واخيستل شوه، او زما پلارد سفر په پيسو هغه ګراوي خلاصله کړه.
کله چې دغه وروڼه سره بيل شول، نو زما پلار چې هر څه سفر کې کټلي و، ور څخه يې په مساوي ډول وويشل. کله د کور او تعميرونه جوړول، خجرې جوړول، ماشين، جرنيټر، ټراکټور….
همدا ډول زما پلار په خپل پلار باندې حج هم اداء او ټول لګښتونه تر سره کړي و. هغه نورو وروڼو په خپله خوښه يوه ټوټه د غزه ځمکه د هغه حج په مقابل کې په خپله خوښه ور کړه او زما پلار قبوله کړه.
د هغه وروڼو د بيلتون څخه اتلس کاله تېر شوي خو تر اوسه مو حسابونه سره پاتې دي، او ځينې ځمکې اوس سره وويشل شوې او جريب يې پاتې دی.
اوس موږ هغه د کابل او پوهنتون نمرو کې حق غواړو، کله وايي چې دغو کې حق نه لرې، کله وايی چې هغه د غره ځمکه مو د نمرو مقابل کې در کړي ده. کله وايی چې اتلس کال وخت تېر شوی اوس حق نه لري. موږ ورته وايو چې د غره ځمکه مو په خپله خوښه د حج مقابل کې راکړي ده. ځمکې حسابونه خو تر اوسه کلي کې هم پاتې دي، دغه د مرر زمان د قاعدې لاندې نه راځي، نو ايا دغه نمرو کې اوس زما پلار حق ور سره لري او کنه؟
مفتي صاحب قدرمن د پوره وضاحت لپاره مو دغه جريان ټول ذکر کړ، الله ج د په لوستلو او ځواب ويلو اجر در کړي.
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
محترمه! ستاسې پوښتنه واخيستل شوه، په وخت به ځواب درکړل شي. ان شاء الله تعالی