متفرق مسائل
دنوروز ورز لمانځل
(فتوا شمیره: 38)
پوښتنه:
محترم مفتی صاحب د نوروز ورځ را روانه ده . په کابل او او نورو سیمو کې خلک دا ورځ په مختلفو طریقو لمانځي. ددې ورځې لمانځل څه حکم لري؟
(پوښتنه کونکی: علی خان.. کابل)
الجواب وبالله التوفیق
په هر یو دین کې دخوشحالۍ ورځې وي چې خلک یې لمانځي لکه دعیسایانوکرسمس د مجوسیانو (اور عبادت کونکو) نوروز دسکانو دګرونانک دپیدائش ورځ دهندوانو دیوالي او دسهره او دمسلمانانو لپاره د کوچني او لوی اختر ورځې دي
نوروز دلمریزکال دحمل میاشتې ړومبنۍ ورځې ته وايي او دافارسي کلمه ده معنا یې ده نوې ورځ .
تاریخ ابن خلدون لیکي چې ددغه ورځې دلمانځلو بنیاد زردشت ایښی و کله چې زردشت هغه اتش کدې(داورعبادت کونکو عبادت خانې) بلې کړې کومې چې منوشهر مړې کړې وې نو ددې لپاره ېې دوه اخترونه وټاکل یو نوروز او بل مهرګان ، نوروز دحمل میاشتې اوله ورځ او مهرګان دمیزان دمیاشتې اوله ورځ ده اودغه دواړه ورځوکې هوا معتدله وي او شپه ورځ سره برابره وي .
نبي کریم صلی الله علیه السلام چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړو نو خلک یې ولیدل چې هغوی په کال کې دوه ورځې(نوروز او مهرګان) لمانځي او خوشحالي پکې کوي نو پوښتنه یې وکړه چې دادوه ورځې دڅه دي ؟ هغوی ورته وویل چې دجاهلیت په وخت کې مونږ په دغه دوه ورځوکې خوشحالي کوله نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چې الله تعالی تاسوته ددې په بدل کې بهترینې دوه ورځې درکړيدي دلوی اختر او دکوچني اختر ورځ . (مشکاة المصابیح باب صلاة العیدین الفصل الثاني)
نو دمسلمانانو لپاره دخوشحالۍ لمانځلو دوه ورځې دي دکوچني اختر او دلوی اختر ورځې د غیرمسلمو داخترونو ورځې لمانځل او هغوی سره شریکیدل ناروا دي ځکه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي:من تشبه بقوم فهو منهم (څوک چې دکوم قوم سره مشابهت غوره کوي نو دی دهغوی د ډلې نه دی)سنن ابی داود باب في لبس الشهرة.
عبدالله ابن عمررضی الله عنهمافرمایي:
څوک چې دعجمو په کوم ښارتیر شي او دهغوی نوروز او مهرګان ورځې ولمانځي او هغوی سره مشابهت وکړي او په دغه حال مړشي نو دقیامت په ورځ به هغوی سره راپاڅیږي. (سنن کبری للبیهقي باب كراهية الدخول على أهل الذمة فى كنائسهم والتشبه بهم يوم نيروزهم ومهرجانهم)
او زمونږ فقهاء لیکي چې که دنوروز په مناسبت څوک چاته تحفه او ډالۍ ورکوي هم حرامه ده او که مقصد یې ددغه ورځې تعظیم وي نو کافرکیږي او ابو حفص کبیر حنفي عالم فرمایي که یو کس پنځوس کاله دالله تعالی عبادت وکړي او بیا یو کافراو مشرک ته دنوروز په مناسبت یوه هګۍ ورکړي او مقصد يې دنوروز تعظیم او لمانځل وي نو کافر شو او ټول مخکیني نیک اعمال یې برباد شول او که په دغه ورځ یو کس ددغه ورځې دتعظیم په خاطر څه بازار کې واخلي نو کافر کیږي او که دخوړلو یاسکلو وغیره په خاطر وي ددغه ورځې لمانځل او تعظیم یې مقصد نه وي نو نه کافر کیږي .
(وَالْإِعْطَاءُ بِاسْمِ النَّيْرُوزِ وَالْمِهْرَجَانِ لَا يَجُوزُ) أَيْ الْهَدَايَا بِاسْمِ هَذَيْنِ الْيَوْمَيْنِ حَرَامٌ (وَإِنْ قَصَدَ تَعْظِيمَهُ) كَمَا يُعَظِّمُهُ الْمُشْرِكُونَ (يَكْفُرُ) قَالَ أَبُو حَفْصٍ الْكَبِيرُ: لَوْ أَنَّ رَجُلًا عَبَدَ اللَّهَ خَمْسِينَ سَنَةً ثُمَّ أَهْدَى لِمُشْرِكٍ يَوْمَ النَّيْرُوزِ بَيْضَةً يُرِيدُ تَعْظِيمَ الْيَوْمِ فَقَدْ كَفَرَ وَحَبِطَ عَمَلُهُ اهـ وَلَوْ أَهْدَى لِمُسْلِمٍ وَلَمْ يُرِدْ تَعْظِيمَ الْيَوْمِ بَلْ جَرَى عَلَى عَادَةِ النَّاسِ لَا يَكْفُرُ وَيَنْبَغِي أَنْ يَفْعَلَهُ قَبْلَهُ أَوْ بَعْدَهُ نَفْيًا لِلشُّبْهَةِ وَلَوْ شَرَى فِيهِ مَا لَمْ يَشْتَرِهِ قَبْلَ إنْ أَرَادَ تَعْظِيمَهُ كَفَرَ وَإِنْ أَرَادَ الْأَكْلَ كَالشُّرْبِ وَالتَّنْعِيمِ لَا يَكْفُرُ زَيْلَعِيٌّ (شامي ټوک ۶ مخ ۷۵۴ مسائل شتی )