
ذبحه،قرباني،عقيقه
دخارجي هیوادونو څخه د وارد شوو چرګانو او غوښو خوړل .
(فتواشمیره:50)
پوښتنه:
زما پوښتنه داده چې د خارج نه کوم تیار ذبحه شوي چرګان را واردیږي ځينې خلک یې خوري او ځينې خلک ورته نا روا وایي څه کول پکار دي ؟ والسلام .
(عبدالله خان – کندز – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
کوم ذبحه شوي چرګان یا دنورو څارویو غوښې چې د غیر اسلامي هیوادونو څخه را واردیږي نو د هغې خوړل ناروا دي اګر چې په هغې یې لیکلي وي چې دا په اسلامي طریقه ذبحه شوي دي ، ځکه چې د تحقیق کولو نه دامعلومه شوې ده چې ددې لیکلو څه حقیقت نه وي ، البته که په یقین سره دامعلومه شوه چې ذبحه کونکي یې مسلمانان دي او په اسلامي طریقې سره ذبحه کوي نو بیا یې خوړل روا دي.
او کوم ذبحه شوي چرګان او یا د نورو حیواناتو غوښې چې د اسلامي هیوادونو څخه را واردیږي نو خوړل یې روادي ، البته که په یقین سره دامعلومه شوه چې ذبحه کونکي یې مسلمانان نه دي او یا ذبحه په غیر شرعي طریقې سره شوې ده نو بیا یې خوړل ناروا دي.
بحوث في قضایا فقهیة معاصرة کې مفتي محمد تقي العثماني لیکلي دي:
وبهذا ثبت انه اذا اجتمع في حیوان وجوه مبیحة و وجوه محرمة فالترجیح للوجوه المحرمة . وهذا ایضا یدل علی ان الاصل فی اللحوم المنع ، حتی یثبت یقینا انه حلال ، وهذا اصل ذکره غیر واحد من الفقهاء .
وکذالک الحکم فی اللحوم المستوردة ، فانها تتاتی فیها جمیع الوجوه الاربعة المذکورة ، اما الشهادات المکتوبة علی العلب او علی الکرتونات انها مذبوحة علی الطریقة الاسلامية ، فقد ثبت بکثیر من البیانات انها شهادات لایوثق بها . (بحوث في قضایا فقهیة معاصرة ، ټوک 1 مخ 436)
اوعلامه شامي رحمه الله لیکي:
ومفاده ان مجرد کون البائع مجوسیا یثبت الحرمة فانه بعد اخباره بالحل بقوله ذبحه المسلم کره فکیف بدونه (شامي ټوک 5 کتاب الحظر والاباحة)
