طهارت او لمونځ

مقیم به په مسافر امام پسې څرنګه لمونځ کوي ؟

(فتوا شمیره:55)

پوښتنه:

مفتي صاحب الله مو وساته ، زما پوښتنه داده چې مقیم به مسافرامام پسې څه قسم لمونځ کوي؟

(پوښتنه کونکی: سلام الدین ـ کابل – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

دمقیم اقتداء په مسافر امام پسې صحیح ده ، او په دوه رکاتي او څلور رکاتي لمونځ کې دمسافر او مقیم لمونځ یو شان وي ، البته مسافر امام چې په څلور رکاتي لمونځ کې دوه رکاته باندې سلام وګرځوي نو مقیم مقتدي دې سلام نه ګرځوي او دوه رکاته دې ځانته وکړي ، خو قراءت (سورت فاتحه) به په کې نه وایي ، یعنې د لاحق مقتدي حکم یې دی.

په شامي کې دي:

( وصح اقتداء المقيم بالمسافر في الوقت وبعده فإذا قام ) المقيم ( إلى الإتمام لا يقرأ ) ولا يسجد للسهو ( في الأصح ) لأنه كاللاحق والقعدتان فرض عليه وقيل لا .قنية  (شامي کتاب الصلاة باب صلاة المسافر ټوک 2 مخ 129)

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close