نکاح ، طلاق او کورني مسائل
دمهر کمه اندازه په شریعت کې څومره ده؟
(فتواشمیره: 73)
پوښتنه:
شرعي مهر یا ولور څومره او څنګه وي ؟ مننه وضاحت یی غواړو.
(پوښتنه کونکی: دادمحمد ـ افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
مهر هغه پیسې یاسره زر وغیره دي چې کوم دایجاب قبول وخت کې ذکر کیږي. مهر دنجلئ حق دی او هغې ته ورکول یې واجب دي.
شرعي مهر 10 دراهم دي چې نن صبا دهغې وزن2.625تولې یا 120ګرامه سپین زر کیږي. نوپه بازار کې چې د دغه مقدار سپین زرو څومره قیمت جوړیږي داکمه اندازه دمهر شرعي ده.
البته ولور (یعنې دمهر نه غیرچې کومې پیسې دنجلې پلار یاورور اخلي ) اویا هم دزوم دکورنه غیر دنجلئ په کور کې چې دواده کومه ډوډئ ورکول کیږي او دامصارف خامخا دزوم نه اخستل ، داپه شریعت کې نشته .
عالمګیري لیکي:
أقل المهر عشرة دراهم مضروبة أو غير مضروبة حتى يجوز وزن عشرة تبرا وإن كانت قيمته أقل كذا في التبيين وغير الدراهم يقوم مقامها باعتبار القيمة وقت العقد في ظاهر الرواية (عالمګیري ټوک 1 مخ 302 الباب السابع في المهر)
علامه شامي رحمه الله لیکي :
قال العلامۃ الحصکفی: اخذ اهل المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانه رشوۃ، قال ابن عابدین: ای بان ابی ان یسلمها اخوها او نحوہ حتی يأخذ شیئا وکذا لو ابی ان یزوجها فللزوج الاسترداد قائما او هالکا لانه رشوۃ۔ (الدرالمختار مع ردالمحتار۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجهاز عاریة)