متفرق مسا‌‌ئل

دګیرې ساتلو څه حکم دی؟ او اندازه یې څومره ده؟

(فتواشمیره:42)

السلام علیکم:

ږیره ساتل څه حکم لري ؟ که څوک ږیره منډۍ کوی یا یې خریي نو دغه کس ګناهګار دی او که نه ؟ د ږیرې ساتلو اندازه څومره ده؟

((پوښتنه کونکی: قادرخان خوست افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

لحیه په عربي ژبه کې ژامې ته وايي چې کومه دخوراک او خبرو وخت کې حرکت کوي نو په دې باندې چې کوم ويښته وي دیته ګيره ویل کیږي .

ګیره ساتل واجب دي ، ټولو پیغمبرانو ګیره ساتلې او دغه شان صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو امامانو ، سلف صالحینو ټولو ګیرې ساتلې وې .

نومعلومه شوه چې ګیره خرییل او دیو موټي اندازې نه زیات کمول دواړه ناجائزدي او دغه کس ګناهګار دی .البته دیوموټي نه زیات اطراف دګیرې اخستل روا دي .

علامه شامي رحمه الله فرمایي:

وأما الاخذ منها وهي دون ذلك(القبضة) كما يفعله بعض المغاربة، ومخنثة الرجال فلم يبحه أحد، وأخذ كلها فعل يهود الهند ومجوس الاعاجم.فتح. (شامي باب مایفسد الصوم ومالایفسده)

اوپه فتح القدیر کې دي :

قَالَ مُحَمَّدُ بْنُ الْحَسَنِ فِي كِتَابِ الْآثَارِ : أَخْبَرَنَا أَبُو حَنِيفَةَ عَنْ أَبِي الْهَيْثَمَ عَنْ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ” أَنَّهُ كَانَ يَقْبِضُ عَلَى لِحْيَتِهِ ثُمَّ يَقُصُّ مَا تَحْتَ الْقُبْضَةِ ” وَرَوَاهُ أَبُو دَاوُد وَالنَّسَائِيُّ فِي كِتَابِ الصَّوْمِ عَنْ عَلِيِّ بْنِ الْحَسَنِ بْنِ شَقِيقٍ عَنْ الْحَسَنِ بْنِ وَاقِدٍ عَنْ مَرْوَانَ بْنِ سَالِمٍ الْمُقَنَّعِ قَالَ : رَأَيْت ابْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقْبِضُ عَلَى لِحْيَتِهِ فَيَقْطَعُ مَا زَادَ عَلَى الْكَفِّ. (فتح القدیرباب مایوجب القضاء والکفارة)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close