ذبحه،قرباني،عقيقه

که یوې ښځې دمیراث حصه قبض کړې نه وي ددغه میراث دوجې صاحب نصاب او غني نه ګرځي

(فتواشمیره: 95)

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته : چی په میراث کې یوې ښځې ته ځمکه ور پاتې شي او وروڼو ور معلومه کړې نه وي،  داد شرمه غږ نه کوي ، اوس پردغه زنانه باندې اختري (قرباني) کیږي که نه؟

 (پوښتنه کونکی:نصرت – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په ځمکه لرلو هغه وخت قرباني واجبیږي چې کله په قبضه کې وي او بل داچې دانسان اساسي او بنیادي ضروریاتو کې استعمال نه وي بلکه ضرورت نه اضافي وي او له دې سره سره ددغه ځمکې قیمت نصاب ته رسیږي او چونکې په یادشوي صورت کې قبضه کې نشته لهذا قرباني ورباندې نه واجبیږي.

قوله ( واليسار إلخ ) بأن ملك مائتي درهم أو عرضا يساويها غير مسكنه وثياب اللبس أو متاع يحتاجه إلى أن يذبح الأضحية ولو له عقار يستغله فقيل تلزم لو قيمته نصابا وقيل لو يدخل منه قوت سنة تلزم وقيل قوت شهر فمتى فضل نصاب تلزمه (شامي ټوک 6مخ 312 کتاب الاضحیة)

 

 

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close