
متفرق مسائل
د درویشي یا پتلون اغوستل
(فتوا شمیره:101)
پوښتنه:
السلام علیکم: زماپوښتنہ دادہ چې د درويشي اغوستل څنگہ دي؟ روادي کہ ناروا ؟
(پوښتنه کونکی: جمعه ګل)
الجواب وبالله التوفیق
هرهغه لباس چې ورباندې ستر دعورت راځي او د کفارو مخصوص لباس نه وي اغوستل یې روادي .
نو درویشي په هغه صورت کې چې تنګه نه وي چې دبدن اعضاؤ پورې نښتې وي او د کافرانو سره د مشابهت نیت پکې نه وي اغوستل یې روادي اګر چې دعامو خلکو لپاره داد نیکانو او صالحانو لباس نه دی . او که داشرائط پکې نه وي بیا یې اغوستل جائز نه دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
عن ابن عمر رضی الله عنهما من تشبه بقوم فهو منهم (سنن ابي داؤد کتاب اللباس)
علامه شامي فرمايي:
أقول مفاده أن رؤية الثوب بحيث يصف حجم العضو ممنوعة ولو كثيفا لا ترى البشرة منه…. وعلى هذا لا يحل النظر إلى عورة غيره فوق ثوب ملتزق بها يصف حجمها (ردالمحتارټوک6 مخ 336 کتاب الحظروالاباحة)
