روژه او اعتکاف

لسم دمحرم باندې روژه نیول اود هغې فضیلت

(فتواشمیره:107)

پوښتنه:

مفتي صاحب د محرم دروژې فضیلت که راته بیان کړئ او کله روژه ونیسو نو مهرباني به مووي.

پوښتنه کونکی: رحمت – پاکستان

الجواب وبالله التوفیق

دمسلم شریف حدیث دی چې نبي علیه السلام فرمايي چې دلسم محرم الحرام په روژې نیولو سره الله تعالی بنده ته دتیرشوي کال د ګناهونو عفوه کوي.

سئل النبي صلى الله عليه وسلم عن فضل صيامه فقال: «أحتسب على الله أن يكفر السنة التي قبله» أخرجه مسلم من حديث أبي قتادة رضي الله عنه.

په ابتدا داسلام کي دغه ورځ باندې روژه نیول فرض و بیا چې کله درمضان المبارک روژې فرض شوې نو د ددغه ورځې د روژې فرضیت ختم شو خو سنتیت اواستحباب یې په خپل ځای پاتې دی.

په کوم کال چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات کیدلواولسم دمحرم یې روژه ونیوله نو ویې فرمایل که راروان کال زه ژوندی پاتې شوم نو یوه ورځ مخکې به هم ورسره نیسم ، خو بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفات شو، اوبعضې روایاتو کې راځي چې نبي علیه السلام فرمايي چې یوه ورځ مخکې یا وروسته هم د لسم دمحرم سره روژه  اود یهودو سره مخالفت وکړئ ، ځکه چې هغوی هم په لسم دمحرم روژه نیوله ، نوددې وجې فقهاء کرام فرمايي چې یوه ورځ مخکې یا وروسته دلسم دمحرم سره روژه نیول مستحب دي.



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close