ذبحه،قرباني،عقيقه
ایا د لېوني څاروي قرباني روا ده ؟
د فتوې شمېره (۲۵۱)
پوښتنه :
که څاروی لېونی شي نو قرباني یې روا ده او کنه ؟
د ځواب په هیله
الجواب وبالله التوفیق :
کوم لېونی څاروی چې خوراک کولی شي لېونتوب یې د قربانۍ مانع نه ګرځیږي قرباني کول یې روا دي .
او که خوراک نه شي کولی قرباني کول یې هم روا نه دي .
الدلیل علی ذلک :
(ويضحي بالجماء والخصي والثولاء) أي المجنونة (إذا لم يمنعها من السوم والرعي) (، وإن منعها لا) تجوز التضحية بها
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۶ ، مخ: ۳۲۳ ، کتاب الاضحیة .
وکذا في تبیین الحقایق ، ټوک : ۶ ، مخ : ۶ ، مایضحی به