طهارت او لمونځ

که امام بې اودسه جمعه ورکړي!

دفتوی شمیره (۱۷۲)


پوښتنه :
که چېرته یو کس خلکو ته جمعه ورکړي او هغه امام بیا وروسته پوه شي ، چې زما اودس په لمانځه کې مات شوی وو نو اوس دی نشي کولی هغه مقتدیان را پېدا کړي او ده خپل لمونځ هم راګرځولی وي په دې صورت کې څه کول پکار دي ؟


الجواب و بالله التوفیق :
کله چې امام پوه شي خلکو ته یې بې اودسه جمعه ورکړې، نو باید سمدستي خلکو ته د دغه لمونځ راګرځولو خبر ورکړي ، او که هماغه وخت یې خبر نه وي ورکړی نو کوشش د وکړي، چې په هرې طریقې سره ممکن وي باید خلکو ته خبر ورکړي او که ټولو ته یا ځینو ته خبر رسول مشکل وي نو امام معذور دی ګناه پرې نشته .
الدلیل علی ذلک :
واذا ظهر حدث امامه بطلب یلزم اعادتها کما یلزم الامام اخبار القوم اذا أمهم وهو محدث ، او جنب او فاقد شرط او رکن ( بالقدر الممکن ) بلسانه او ( بکتاب او رسول علی الاصح) لو معینین ، والا لا یلزمه .
تویرالابصار مع الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۵۹۲ ، باب الامامة
وکذا فی البحرالرایق ، ټوک : ۱ ، مخ : ۶۴۱ ، باب الامامة
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close