زکات،سرسايه اوعشر

د زکات اداکولو لپاره ځانګړي پیسې ورکې شوې !

دفتوی شمیره (۱۸۹)


پوښتنه :

کابل ټکی کام سلامونه  او نېکې هیلې مو ومنئ

پوښتنه لرم هغه دا چې د زکات پیسې مې را واخیستې ترڅو یې مستحقینو ته ورکړم ، همدغه پیسې غلو رانه وشکولې ، اوس پوښتنه داده چې زما د پیسو زکات ادا شو او که نورې پیسې به مستحقینو ته ورکوم ؟ د ځواب په هیله


الجواب وبالله التوفیق :
په ذکر شوي صورت کې د نصاب مالک نه د زکات پیسې مستحقینو ته د ادا کولو څخه مخکې ورکې شوي دي ، لهذا دی به بیا زکات ادا کوي . ځکه چې د زکات لپاره د ځانګړو پیسو په ورکېدو سره زکات نه ادا کیږي . دزکات قبضول دفقیرانو لخوا ضروری دی.
الدلیل علی ذلک :
ولا یخرج عن العهدة بالعزل بل بالاداء للفقراء ( قوله ولایخرج عن العهدة بالعزل ) فلو ضاعت لاتسقط عنه الزکاة الخ
ردالمختار ، ټوک : ۲ ، مخ ۲۷۰ . واکذا فی الهندیة : ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۰
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close