نکاح ، طلاق او کورني مسائل

د بل چا مني د ښځې په رحم کې اچول او د نسب ثبوت یې !

د فتوی شمیره : (۲۰۲)


پوښتنه : د احمد اولاد نه کیږي د خپلې مېرمن سره هند ته ولاړ هلته په هسپتال کې یې معاینات وکړل. مېرمن ته یې په رحم کې نطفه ( مني ) واچوله ، معلومه نه ده چې د خپل مېړه نطفه یې ده او که د بل چا ، د هغې نطفې څخه ماشوم پیدا شو اوس دغه ماشوم د چا بلل کیږي ؟ د احمد او که د چا چې نطفه ده ؟ المستفتي : جاوید


الجواب وبالله التوفیق :
په شریعت کې نسب ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده ، همدا نسب دی چې د څاروي او انسان ترمنځ توپیر پرې کیږي ، د همدې لامله د سړي او مېرمن د جدا والي په وخت کې عدت ضروري ګرځول شوی دی .
که د چا اولاد نه کیږي او په یوې طریقې سره د خپل مېړه مني د مېرمنې په رحم کې کېږدي او له دې څخه اولاد پیدا شي ، نو داسې کول د ضرورت په وخت کې جایز دي او د ماشوم نسبت هم د مېرمنې خپل مېړه ته کیږي .
او که د پردي سړي مني یې د یوې مېرمن په رحم کې کېښودل نو داسې کول جایز نه دي او د زنا په حکم کې راځي ، البته د ماشوم نسبت په هر صورت کې د دغې مېرمن خپل اصلي خاوند ته کیږي .
لهذا په پوښتل شوي صورت کې که دغې مېرمن په رحم کې د خپل مېړه ( احمد ) مني اچول شوي وي نو ګناه پرې نشته او د ماشوم نسبت هم احمد ته کیږي او که د بل چا مني یې پکې اچولي وي نو دواړه ګناه ګاران دي البته بیاهم د ماشوم نسبت احمد ته کیږي .
الدلیل علی ذلک :
عن عایشة رضی الله عنها …. الولد للفراش وللعاهر الحجر ….
الصحیح لمسلم ، ټوک : ۱ ، مخ ۴۷۰ ، کتاب النکاح ، باب الولد للفراش ،
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ( لایحل لامرء یؤمن بالله والیوم الاخر ان یسقی ماءه زرع غیره ).
ابوداود ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۳ ، باب وطی سبایا
رجل وطی جاریة في مادون الفرج فانزل فاخذت الجاریة مائه في شئ فاستدخلته في فرجها في حدثان ذلک فعلقت ، عند ابي حنیفة رحمه الله ان الولد ولده و تصیر الجاریة ام ولد له .
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۵۲۸ ، فرع ادخلت منیه فی فرجها هل تعتد
منها معرفة براءة رحمها من ماء ه لئلا تختلط الانساب فان النسب احدما یتشاح به ویطلبه العقلاء وهو من خواص نوع الانسان ومما امتاز به من سائر الحیوان .
حجة الله البالغة ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۳
والله تعالی بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close