د یمن په تازه نښتو کې لږ ترلږه ۳۳ تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۱ ،۹۴ ۱۳ل) حماس افغان
یمن کې د حوثي یاغیانو او د پرځول شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي وسلوالو تر منځ تېره ورځ سخته نښته رامنځته شوې چې ۳۳ تنه پکې وژل شوې دي .
د عربي رسنیوله قوله په وژل شويو کې ۱۴ تنه د هادي منصور پلویان او ۱۹تنه حوثي یاغیان دي .
تېره ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ عربي اتحادې، ويلې وه چې د حوثي ياغیانو په وړاندې ددوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي دي .
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د باندنيو چارو وزير عادل الجبیر ایران حکومت په دې تورنوي چې دوي د یمن له حوٍثي شعیه یاغیانو سره پوځي مرستې کوي، خو ایران بیا دغه تورونه ردوي او ټينګار کوي چې ددوي مرستې له یمنیانو سره بشري دي کوم پوځي اړخ نلري .


