مور او پلار ، جنت او دوزخ

لیکنه سید زبیر هاشمي
دمور نوم په اوریدو سره زړه ته ارام راشي دغه خوږ نوم چې په ژبه راشي دژبې خوږوالې نورهم په زیاتیدو شي.
مور د یو داسي رحم بام دي چې نور انساني رحمونه دغه بام ته نشي رسیدلې، مور هرې سختي اوتکلیفونو ته ډال دي چې اولاد دهرقسم کړاونو او تکلیفونو څخه ژغوري .
خو افسوس هغه خلکوته چې دمور او پلار بې اطاعتي له امله دغه لوی نعمت څخه محروم شوي دي؛ مور او پلار سره بد سلوک کوي، خبریه يې نه مني د دنیا يې فایدو لپاره خپل مور او پلار سره جنګونه کوي.
او داسي بدبختان هم شته دي چې خپلې ښځي خوشحالولپاره په مور باندي دقهر لاس اوچت کړي خوږه مور دهډوکو درد سره مخه کړي.
داسي ډیري کیسي مونږ دمطبوعاتو له لاري اورو، چې ځوی خپله مور د ښځي لپاره وهلې ده.
داسي نافرمانه اولاد ته وایو چې دغه مور او پلار ستا دی پیدایښت سبب ګرځیدلي دي دوی تا باندي ډیر حقوق لري.
انسان باید خپل کوچنیوالي ته پام وکړي ؛ ایا مور تاته ۹ میاشتي خپل نس کې ځای نه دی درکړي ؟ او دژوند هر اسباب يې دخپل وس مطابق نه دي برابرکړي؟ دغه مور او پلار ستا لپاره سومره تکلیفونه ګاللي دي ته به ورو، ورو لوی دي هغوی به خو شحاليدل چې ځوی مې لویږي خو دوی خبرنه ول چې دا زما د وهلو، دردونو او تعذیبونه لپاره لویږي.
مور او پلار دژوند هر خوشحالي له تا نه قربان کړي دي، او ستا لویدو لپاره هرقسم کړاونه يې په غاړه اخیستي دي ستا روغتیا ، ښه خوراک ، ښه جامي، ښه تعلیم او تر دي پوري چې واده يې هم درته وکړه.
د مور او پلار ازارونکې نه په دې دنیا کې هم الله تعالی انتقام اخلي او په اخرت کې به دالله تعالی لوی عذابونو سره مخ شي، مور او پلار خفګان باندي الله تعالی ناراضه کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ( رضى الرب في رضى الوالد وسخط الرب في سخط الوالد )
ژباړه : دالله تعالی خوښې دپلار په خوښې کې ده او دالله تعالی خفګان ، قهر دپلار په خفګان کې دی .
نو دپلار په نارضي يي الله تعالی نارضه کیږي، مور خو دپلار نه دری ځلي زیات پر تا حق لري .
رسوالله صلی الله علیه وسلم ته یوسړي راغي او وې پوښتل: یا رسول الله په ما باندې ترټولو زیات د ښه سلوک حقدار څوک دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل هغه ستا مور دی، هغه سړي بیا وپوښتل بیا څوک دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ستا مور ، هغه په ( دریم ځل) بیا وپوښتل بیا څوک ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل ستا مور ، بیا هغه وپوښتل بیا څوک ؟ رسول الله ص ورته وویل ستا پلار (بخاري)
د دې حدیث نه معلومه شوه چې هغه سړي دری ځله وپوښتل او هر ځل ورته دمور حق په ګوته کړل او څلورم ځل د پلار حق ورته وښودل شو، نو پلار په خفګان باندی الله تعالی دخفګان سبب ګرځي ، مور په خفګان خو به بیخي دنجات لاره به ونه مومي .
الله تعالی دخپل عبادت اوحق نه ورسته مور اوپلار سره د نیکي امرکړي دی:وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. (الاسراء ٢٣-٢٤
ژباړه: او ستا رب پرېکړه کړې ده چي پرته له الله نه د بل هيچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ که له هغوي نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو اف هم مه ورته وايه، مه يې رټۍ او په خورا نرمۍ او مهربانۍ خبري ورته کوئ د ډيري مهرابانۍ له پاره د ماتي او تسليمۍ وزرونه خپاره او هميشه ورته دعا غواړئ چي اى پرور دګاره! پر هغوی رحم وکړه لکه څنګه چي يې په کوچنيوالي کي زما پالنه کړې.
قراني ارشادات او رسول الله ص له ویناؤ کې بار بار مور او پلار سره ښه چلند ذکر شوي دي
همداسي مور او پلار سره ښه دچلند لارښووني قراني کریم په ارشاداتو کې او رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا مونږ ته ښودل شوي.
پورته چې کوم ایات ذکر شوه پدې کې مونږ ته څلور لارښووني وشوي :
دمور او پلار سره دژوندمعاملاتو کې ښه چلند وکړئ.
مور او پلار سره احسان کوي
مور او پلار ته ذره تکلیف هم مه رسوئ چې قران کریم د اف نه منعه ورته کړي دي.
مور او پلار مه رټۍ .
مور او پلار سره ښکلو خبری کوي (قَوْلًا كَرِيْمًا) ترجمه ابن مسيب داسې کړې چې ښه نرمه خبر دې ور سره وکړی شي، يعنې لکه څرنګه چې يو غلام له خپل بد خويه بادار سره نرمې خبرې کوي تاسو هم له مور پلار سره همداسې نرمې خبرې کوئ.
مور او پلا ر ته دعاوي کوي.
دالله تعالی د خپل عبادت سره د مور او پلار سره ښه چند کولو ذکر کړي دي امام قرطبي رحمه الله (اَنِ اشْكُرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيْكَ) د دې ایات تفسیر کې لاندې لیکلی دي د والدينو ادب، احترام او له هغوی سره غوره چلند کول له عبادت سره يو ځای واجب کړي، الله تعالی د خپل شکر سره د والدينو شکر يو ځای لازم ګرځولی (اَنِ اشْكُرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيْكَ)، يعنې زما شکر اداء کړئ او د والدينو هم، له دې ثابتيږي چې د الله تعالی ‘ له عبادته وروسته د والدينو اطاعت تر ټولو اهم او د الله تعالی د شکر په څير د والدينو شکر اداء کول واجب دي.
په يوه بل حديث کي راغلي دي چي رسول اکرم فرمايي ( د مور او پلار اطاعت کونکى زوی يا لور چي هر څو ځله خپل مور يا پلار ته د ميني او درناوي په نظر ګوري نو الله پاک به د هر ځل په کتلو سره د يو قبول شوي حج ثواب ورکړي، اصحابو کرامو پوښتنه وکړه يا رسول الله! که څوک هر ورځ سل ځله ورته ګوري نو بيا به هم هر ځل د يو قبول شوي حج ثواب ورته ليکل کيږي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هو، الله ډير لوى دی او ډير پاک دی.
مطلب دادی چي د هغه په خزانو کي د هيڅ شي کمي نشته په کوم عمل چي څومره اجر او ثواب ورکول وغواړي ورکولاى يې شي. (مسند احمد)
الله تعالی دې ماته او بیا ټولوهغه مسلمانو چې مور او پلا ري لري ، د ښه چلند کول او ښه خذمت توفیق ورکړي .



