ارګ: د محقق خبرې بې اساسه دي او موږ پوره همغږي لرو

د ولسمشر غني سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي د اجرائیه رئيس د دوهم مرستیال محمد محقق د څرګندونو په غبرګون کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ولسمشر او اجرائیه رئيس ترمنځ بشپړه همږغي شته او د ملي یووالي د موافقې اکثره برخې تطبیق شوي دي.
محقق دترکيې له سفرڅخه په را رسیدوسره جوخت دهوايي میدان په څنډه کې یوې وړې ډلې هزاره ګانوته چي یوشمیرخبریال هم هلته ورغلی و،وویل موږ دنوي ائیلاف درې واړه ګوندونه اوس یوې موافقې ته رسیدلی یوموږ به اوس ستاسو په مرسته دافغانستان دراتلونکي لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړو،ترڅوحکومت له سیاسي بحران څخه وژغورو.
محقق تیره ورځ حکومت ته ګواښ کړی ؤ که غوښتنې او پیشنهادونه یې پلي نشي ستر لاریونونه به وکړي.
نوموړي حکومت ته څو شرایط ټاکلي ؤ چې باید پلي یې کړي.
دقدرت مساویانه ویش، د حکومت په ټولو ارګانونو کې کامل بدلون،په امنیتي برخه کې تغیرات، دبحران دمخنیوي لپاره سیاسي مذاکرات،او وزیرانو ته د پوره واکونو ورکول شامل ؤ.
ارګ دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د محقق دا خبرې بیځایه دي ټول وزیران پوره صلاحیتونه لري او په نورو برخو کې هم پرمختګ شوی.
دیادونې وړ ده چې د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق، جنرال دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور په وروستیو کې په ترکیه کې یو نوی اتیلاف وکړ ،خوافغان حکومت د دوی هر ډول ایتلافونه بې ګټې بولي، او له نوموړو غواړي چې له حکومت سره دې یوځای شي.


