په تخار کې د حزب اسلامی او جمعیت اسلامی تازه جګړو خلکو ته پخواني کرغیړن یادونه تازه کړل

تبصره : ډاکټر آصف
تیره ورځ په تخار کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د جګړه مارو تر مینځ یو ځل بیا کرکجنه جګړه پیل شوې، دغې جګړې خلکو ته د دغو دوه ګوندونو د هغو جګړو بوګنوونکی یادونه تازه کړل چې هیواد یې په کنډوالو بدل کړ، د جنګ ځپلو خلکو سرنوشت یې په نا معلومه څلورې لارې وداروه، او د افغانستان اقتصاد یې له صفر سره برابر کړ، او تعلیم، صحت او د ژوند سره تړلي نور اړخونه یې نیست او نابود او په سیند لاهو کړل.
حزب اسلامی او جمعیت اسلامي چې د نن نږدې پنځوس کاله مخکې یې د بنسټ ډبره اسلام او مسلمانانو ته د خدمت په بنا ایښودل شوې وه، اسلام او مسلمانانو ته په کرکه او نفرت بدل شول.
دې دوه ګوندونو د اسلام او مسلمانانو په دې سپیڅلي هیواد کې هغه کرغیړن او کرکجن اعمال ترسره کړي دي چې هیڅکله د بخښلو نه دي.
د حزب اسلامی او جمعیت اسلامي ویروونکې څیرې هیڅکله د افغانانو له یاده نه ووځي، که د ددغو دوه ګوندونو د جګړو اور په دې هیواد کې یو ځل بیا بل شي نو د هیواد خلک به یو ځل بیا د طالب پرښتو بیا راتلو ته په پنځه وخته لمانځه کې لپه کړي.
د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي له مظالمو څخه د افغانستان مظلومت د طالبانو په لاس نجات وموند، خو د امریکا او متحدینو یې یو ځل بیا دغه منحوس ګوندونه یو ځل بیا د دغه ولس پر سر باندې د ډالرو او وسلو په زور حاکم کړ.
حزب اسلامی، جمعیت اسلامی او امریکا دې په دې پوه شي چې دا خاوره د ولیانو خاوره ده، د دې خاورې لویشت لویشت د سپیڅلو شهیدانو په وینو سره ده، او نا ممکنه ده چې د دغو درې و بې لارې ځناور صفته ډلو لخوا ایل کړل شي.
دوی دې په دې وپوهیږي چې که د دغه ملت په وړاندې هر څومره مظالم ترسره کړي ولې وبه نه توانیږي چې پر دغه ملت حکومت وکړي.
د افغانستان مظلوم ملت نور هغه ټپی زمري ته ورته دی چې د خپل وروستي او پریکنده برید لپاره شیبې شماري او ځان ورته عیاروي.
هغه ورځ لرې نه ده چې د دغه مظلوم ملت په ځواکمنو مټو به د اسلام، مسلمانانو، افغانستان او افغانانو دغه درې داخلي او بهرني دښمنان ډیر زر له نابودۍ سره مخ کړي او پر دغه پاکه خاروه به یو ځل بیا د اسلام سپین بیرغ رپانده شي.
و ما ذلک علی الله بعزیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button