د ګډ حکومت لومړی مشر د یوه پلاوي په مشرۍ کندز ته تللی

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)
د کندز ولایت نه په ورکړل شویو راپوټونو کې راغلي دي، چې نن د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني د یوه لوړ پوړي افغان پلاوي سره کندز ښار ته تللی .
اشرف غني سره په دغه سفر کې دده مېرمن رولاغني د پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير محمدالله بتاش، ځينې نور حکومتي چارواکي، د ملي شورا یو شمېر غړي او خبريالان ملتيا کوي .
اشرف غني به د کندز ولایت اداري او امنيتي غونډو کې برخه واخلي او دموجوده وضعيت څېړنه کوي .
د کندز ولایت دوې میاشتې وړاندې د طالب وسلوالو په لاس سقوط کړی وه، چې بېرته افغان ځواکونو ونيوه .
اشرف غني د تلې په ۲۴مه هم کندوز ته تللی وه او هلته یې ځینې چارواکي له دندو ګوښه کړي وه او یو شمېر بدلونو نه يې راوستلي وه .
سليم بریال


