یوې روسي چورلکې سقوط کړی ۲۵ تنه په کې مړه شوي

(کابل ټکی کام : پنج شنبه، لېندۍ۵ مه، ۱۳۹۴ ل)
منابع د روسيې رسنيو له قوله وايي، روسيې کې يوه هليکوپټره لوېدلې چې په کې سپاره ۲۵ تنه ټول وژل شوي دي .
دغه چورلکه د روسيې په “کراسنویارسک” سيمه کې لوېدلې ده .
د خبرله مخې په چورلکه کې سپاره ټول د(MI8) لوړ پوړي چارواکي وه چې د پېښې قربانيان شول .
د کراسنویارسک ښار له «رود ینیسئی» سره نژدې واقع دی او د روسيې سائبرې یو له دريو لویو ښارونو څخه شمارل کيږي .
د سائبريا دغه لوي ښار د روسيې المونيمو تر ټولو ډیر تولیدونکی ښار دی .
روسي چارواکو تر دې دمه د پېښې لامل نه ده په ډاګه کړی< خو کېدای شي چې تخنيکي ستونزې لامله لوېدلې وي .
سليم بریال


