د ملي امنيت پروژې

کابل ټکی کام ۰۷لېندۍ/۱۳۹۴، ليکنه: بدرالافکار
امريکا او دوستانو يې تير پنځلس کاله د جنګ له لارې خپل ټول زور وواهه  تر څو د طالبانو زور مات کړي، خو په ځای د دې چې طالبان له منځه يوسي ، طالبانو په تدريجي ډول يو ځل بيا خپل ځان پياوړی او نن په افغانستان کې د يو مطرح نظامي او سياسي ځواک په توګه شتون لري. 
سره لدې چې د طالبانو د خوځښت بنسټ ايښودنکی ملا محمد عمر مجاهد هم وفات شو ، او د طالبانو په ليکو کې د یو څه مخالفتونو راپورونه هم رسنيو نشر کړل خو بيا هم د طالبانو نظامي ځواک مخ په پياوړي کيدو روان دی. او د نورو کلونو په نسبت يې سږ کال ډيرې زياتې سيمې د ګډ حکومت څخه ونيولې او ډيره زياته وسله ، مهمات او نور نظامي وسایط هم په لاس ورغلل. 
څرنګه چې د نظامي زور له لارې د طالبانو په بشپړ ماتولو کې امريکا او دوستان يې پاتې راغلل نو ځکه يې اوس د ګډ حکومت د استخباراتي ارګان (امنيت ملي NDS ) له لارې ځينې پروژې په کار اچولې دي تر څو يې په مټ طالبان کمزوري او په نهايت کې يې له منځه يوسي. د دغه پروژو لومړنۍ پروژه د هيواد په ختيځ کې د داعش راټوکول ؤ . 
څرنګه چې داعش غوښتل په خراسان کې خپل شتون اعلان کړي نو مخکې له دې چې دوی په خراسان کې د يو مناسب شخص يا ډلې لټه وکړي او د خراسان څانګه ورته وسپاري ، د سيمې استخباراتو وار خطا نکړ ، ځينې کسان يې په غير مستقيم ډول تشويق ، مالي او تسليحاتي امکانات يې په واک کې ورکړل له نورو ډلو يې راجلا کړل او له ابوبکر البغدادي سره يې بيعت پرې اعلان کړ. 
داعش هم له بيړې او احساساتو کار واخيست او داسې اشخاصو او وړو ډلګکيو ته يې د خراسان څانګه وسپارله چې له مخکې څخه د سيمې له استخباراتو سره په تماس کې ؤ او په سيمه کې فعال جهادي خوځښتونه يې د دوی په مټ دړې وړې کړي ؤ . 
د ګډ حکومت ډير ملاتړي او چارواکي اوس په دې اعتراف کوي چې په خراسان کې د داعش څانګه د سیمې د استخباراتو او ( NDS ) ګډه پروژه وه او د دې دواړو استخباراتي ارګانونو تر منځ د شوي امنيتي تفاهم ليک يو مهم مورد ؤ . 
د ملي امنيت بله مهمه پروژه له طالبانو څخه د جلا شوو اشخاصو لپاره د يوې نوې ډلې جوړول او په زابل کې له طالبانو څخه د بېل شوي يو مخالف قوماندان وسلوال کول ؤ ، ويل کيږي چې ملي امنيت له بيلابيلو لارو له دغو اشخاصو سره چې يوه نوې ډله يې جوړه کړې په تماس کې ده او د دغه تماسونو د تنظيم لپاره يې د امنيت ملي يو مهم چارواکی چې يو وخت د دغه ارګان سرپرست هم ؤ د انجنير ابراهيم په نامه ټاکلی دی. 
د ننګرهار د امنيت ملي رئيس داد محمد هم د دغو دواړو پروژو له مهمو چلوونکو څخه دی. 
له (CIA) او د سیمې د استخباراتو سره په ګډه ( NDS ) په دې هڅه کې دی چې د طالبانو ليکو ته نفوذ وکړي او د طالبانو واحد صف مات کړي خو تر اوسه دغه ارګانونه په دې نه دي توانېدلي چې د طالبانو د خوځښت له بدنې څخه کوم مهم څوک جلا کړي. او کوم څوک يې چې جلا کړي هغوی کوم د پام وړ نظامي ځواک نلري. 
شنونکي د حکومت پلوه رسنيو له لوري د دغې نوې ډلې د غونډو پراخ مطبوعاتي پوښښ او د دغې ډلې د ويندويانو په ژبه د هغو بدنامونکو تورونو تکرار او ګردان چې د ګډ حکومت د چارواکو ، وياندويانو او ملاتړو په ژبو ده د دې حقيقت ښه بېلګه ګڼي. 
د بېلګې په توګه د ګډ حکومت وياندويان هم وايي چې ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو د نوي زعامت له لوري په مرموز ډول په قتل رسيدلی او د دغې نوې ډلګکۍ مشران هم وايي. 
د ګډ حکومت ځينې چارواکي او سياسي مخالفين هم د قطر دفتر او د طالبانو له لوري د کندز نيول يوه امريکايي دسيسه بولي او د دغه نوې ډلګکۍ د سر کسان هم ورته تور پورې کوي. 
له بله پلوه له طالبانو څخه دغه جلا شوې څېرې په ډيره آزاده توګه حکومتي پوستو ته ډير نيږدې خپلې تبليغاتي غونډې ترسره کوي او داسې معلوميږي لکه ډاډ چې ورکول شوی وي او د ګډ حکومت له استخباراتو سره يو ډول په تماس کې وي او د هيڅ امنيتي خطر احساس نکوي.
له دې څخه دمخه هم ملي امنيت د سولې له شوری سره په ګډه د طالبانو په ليکو کې د درځ اچولو ډيرې هڅې ترسره کړې او له طالبانو څخه د ځينو جلا شوو چارواکو څخه يې پکې کار اخيسته ، خو کومه د پام وړ پايله يې لاسته رانه وړه. 
د چارو شنونکي زياتوي د ملي امنيت نوې پروژه به هم کومې مثبتې پايلې ته ونه رسيږي ځکه د دغې نوې پروژې قرارداديان (جلا شوي طالبان) په طالبانو کې نه ښه شهرت لري او نه يې په سياسي او نظامي برخه کې کومې کارنامې ترسره کړې دي. سربېره پر دې د خپل اصلي مشرتابه په ضد يې ويناوې ډيرې ترخې ، له ضد او مبالغې څخه ډکې دي او بې ثبوته تورونه پورې کوي چې له کومې ګټې پرته بېرته د دوی په زيان تماميږي او لا يې په طالبانو کې شهرت ته تاوان رسيږي.
یادونه: ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې مقالې د ادارې د پالیسۍ ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button