د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اقتصاد وزیر ښاغلي دین محمد «حنیف» د نړیوالې مرستندویه ادارې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او مل پلاوي سره په کتنه کې د بشري مرستو پر دوام، د خلکو د ژوند ستونزو او بېرته راستنو شوو خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړي.

د CRS مشر د کرنې او مالدارۍ، نغدي مرستو او د کوچنيو کارونو د ملاتړ په برخو کې د خپلو روانو فعالیتونو معلومات وړاندې کړل او د همکاریو د پراخېدو ډاډ یې ورکړ.

د اقتصاد وزیر وویل، د بېرته راستنو شوو خلکو ستونزو ته رسېدنه د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او دا مهال په ۲۵ ولایتونو کې ۳۴ استوګنیز ښارګوټي ورته ځانګړي شوي دي.

نوموړي پر مرستندویه ادارو غږ وکړ چې د اوبو، سرپناه، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button