په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د اسرایلو پوځ ویلي چې د احتیاطي ځواکونو یو سرتېری پرون په شمالي غزې کې د ډزو په پېښه کې په جدي ډول ټپي شوی دی.

د پوځ له معلوماتو سره سم، ټپي سرتېری په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

پوځ زیاتوي چې پېښه د ډزو له غیرې ارادي رامنځته کېدو سره تړاو لري او د امنیتي چارواکو لخوا د پېښې د لاملونو پلټنې روانې دي.

تر دې دمه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button