عـــقــــــده

ليکوال: پیرمحمد « کاروان »
مار ځکه خطرناک وي چې د زهرو غوټه لري . له خپل فطرت نه مجبور دی چې غاښ ولګوي او د زهرو غوټه یا عقده په زخم کې ورتشه کړي .
دمار د وړې غوټې او عقدې څڅېدلي زهر انسان او حیوان یا وژني او یا یې هم د مرګې غېږې ته نږدې کوي . خو که همدا دمار د عقدې زهر د طبیب په لاس ورشي په دارو او درمان بدلیږي ، چې د خطرناکو ناروغیو علاج ورباندې کیږي . الله دې خیر پېښوي که بنیادم عقده واخلي تر مارانو خطرناک شي .که عقدې يې نورې هم پسې ډېرې شوې بیا خو هغه افسانوي ښامار ترې جوړېږي چې هره شپه به پر انسانانو قلنګ ږدي انسانان به ژوندي نس ته تېروي او د خپلو عقدو څه لږ و ډېر تسکین به پرې کوي . که مونږ خپلې جنګ ځپلې ټولنې ته د سر او زړه په سترګو و ګورو نو د انسان په بڼه د عقدو ډک ښاماران لیدلی شو چې ټولنه یې له زهرو او له نېشه فریادونه کوي . انساني عقدې هم رنګا رنګ وي . په کومه ټولنه کې چې د عقدې ناوړه ناروغي ډېره شي ټولنه له پښو غورځوي . له بده مرغه زموږ وطن له داسې یوه حالت سر مخ دی . مخکې تردې چې خطرناک رنځ زموږ وطن او ټولنه له پښو و غورځوي د عاجل علاج لټه یې په کار ده . تر ټولو نه غوره نسخه یې داده چې عقده منو کسانو ته د انساني حافظې هنداره په مخ کې کېږدو . دوی به په دې هنداره کې خپل زړونه او ایمانونه وویني چې څومره له عقدو ډک دي او څومره بدرنګ معلومیږي . دا به ورته جوته شي چې انسان د ځمکې پر مخ د الله تعالی خلیفه او نایب دی . پر دې به هم و پوهول شي چې د ژوند خوند د بل په ازار کې نه په خوشحالۍ کې ېې دی . بایده دي چې د ټولنې اصلاحي غړي د عقدو ناروغانو ته د عقدو د علاج لارې چارې وښيي .
له بده مرغه دې لویې او خطرناکې ناروغۍ ته مونږ یا هېڅ کتلي نه دي او یا هم ډېر عادي او سرسري ورته ګورو . انساني ذهن او زړه د الله تعالی د ډېرو لویو پیرزوینو خزانه ده . که مونږ له دې لويې خزانې یو څو سکې هم د نیکۍ ، انسانیت ، او له وطن سره د مینې په کار کې و نه کاروو لویه بخيلي به مو کړې وي . دا چې د مار زهرجنه عقده ګټوره کیدای شي نو مونږ خو انسانان یو له خپلو او د نورو له له عقدو نه باید چې مرغلرې جوړې کړو . له ګردیو کاڼو دیوالونه یا نه جوړیږي او یا په مشکله جوړيږي . که جوړ هم شي کیدای شې په خامه بهانه ونړول شي . که مونږ د یوې ښکلې انساني ټولنې وداني جوړووبایده دي زړونه او ذهنونه داسې په هنر هنر وتراشو چې لکه خښتې یو له بل سره لګیدای شي . کله چې داسې مو وکړل بیا به مو د ژوند ټولنیزه وداني د حوادثو د طوفانونو په وړاندې مقاومت ولرلی شي . ددې ودانۍ په مناسبو برخو کې خپل زړونه په داسې زاویه ولګوو چې هم په کې له رڼاوو او موسکاوو سره غاړه وتی د اذان اواز راځي او هم په کې د بورو ، ورارو او یتیمانو نازک فریاد اورېدل کیدای شي . ددې نازکو فریادونو اثر دومره ژور وي چې له هر دیوال نه نارې پورته شي .
هله ! دا نازک فریادونه د خوشالۍ په اوازونو واړوﺉ .
هلئ ! په اوښکو کې یې د موسکا ډیوې ولګوﺉ .
که داسې ونه کړﺉ، د ودانۍ په دیوالونو کې به درزونه وشي .
راځئ چې عقدې په مرغلرو واړوو !
راځئ چې ترخې خبرې او بدې ردې په سندرو واړوو !
راځئ چې له مور وطن سره په اخلاص مینه وکړو !


