خيبر پښتونخوا: په اوبو کې د موټر لويدو له کبله شپږويشت کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۹، شنبه)
د پاکستان خيبرپښتونخوا ایالت په کوهستان کې د لرګي پل ماتيدو له امله یو موټر سیند ته لويدلی او شپږويشت کسان پکې مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، پرون د بر کوهستان، کنديا تحصيل د باړيکو کلي څخه یو مسافر وړونکی موټر د کميله ښار ته روان و چې پر یوه پل د تیريدو پر مهال پرې پل مات شوی او موټر سيند لویدلی دی.
ځايي چارواکي وايي، سيمې ته پوليس رسیدلي او له سیند څخه يې اته مړي را ايستلي او د نورو د را ايستلو هڅې روانې دي.
پوليس وايي، ډيری قربانيان د يوې کورنۍ غړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
سيمه ييز مشر احسان الحق وايي، په موټر کې ټول يوديرش کسان سپاره و خو سيند ته د لويدو پر مهال ترې پنځو تنو ځانونه غورځولي و.
تر دې مخکې هم په یاد سيند کې د موټرو د لويدلو له کبله ګڼو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کيږي، په یاده سيمه کې ورته ډول پيښې د سړکونو د خرابوالي او د کوچنيو لارو درلودلو له کبله رامنځته کيږي.


