قطر: د طالبانو او امریکایانو مذاکرات نن په نهمه ورځ هم دوام لري

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۹، شنبه) 

د قطر په مرکز دوحه کې وړمه پنج شنبه د طالبانو او امریکايانو تر منځ نهم پړاو مذاکرات پيل شوي چې په نهمه ورځ هم دوام لري.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، پرون ورځ د جُمعې لمانځه او خپلمنځي مجلس ته ځانګړې شوې وه او رخصتي وه :”نن د جمعې ورځ وه، ملګرو ارام، د جمعې لمانځه او داخلي مجلس ته ځانګړې کړې وه. سبا نهه بجې به په مخکیني ځای کې امریکايي ټیم سره مذاکرات دوام کوي.”

نن یو ځل بيا د دواړو خواوو تر منځ مذاکرات پيل شوي او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، نن د دوحې پر وخت نهه بجې د امریکا او طالبانو مذاکراتي ټيمونو تر منځ د مذاکراتو جريان يو ځل بيا پيل شو.

د امريکا او طالبانو استازي وايي، چې په نهم پړاو مذاکراتو کې دواړه لوري وروستي توافق ته نږدې شوي او ښايي دغه مذاکرات په همدغه پړاو کې نهايي شي.

د دغه مذاکراتو په منځ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی د جمعې په شپه کابل ته راغلی و او ويل کيږي چې ولسمشر غني سره يې د مذاکراتو جريان شريک کړی دی.

پرون په ځينو رسنيو کې ځينې مواد خپاره شول چې ګواکې د طالبانو او امريکا تر منځ د مذاکراتو مادې دي خو د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رد شول ويې ويل، (د قطر مذاکراتو په اړه د توافقنامې په نامه نشر شوي مواد اصلي نه دي) او له رسنيو يې غوښتي و چې په دې اړه دې له وخته مخکې نشرات نه کوي.

تر دې مخکې ځينو غربي رسنيو د باوري سرچنو له قوله خبر ورکړی و چې واشنټګن غواړي د سپتمپر تر لومړۍ نيتې د سولې توافق نهايي شي.

Related Articles

Back to top button