کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وايي، چې د وزارت تر چتر لاندې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې جامع مرکز پروژې چارې ۹۴ سلنه بشپړږ شوې دي.
د ده په وینا، دغه مرکز د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علياباد تدریسي روغتون کې د ۳۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي او اوس یوازې د لندسکېپ، چمن، تهویې او تسخین اړوند ماشینونو د ځینو وسایلو نصب او نور تخنیکي کارونه پاتې دي.
هاشمي زیاتوي چې د پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د سرطاني ناروغانو درملنه اسانه شي، بلکې د کابل طبي علومو پوهنتون محصلین به هم هلته عملي زده کړې وکړي.