کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي، چې د تورخم دروازه د پاکستان لور ته د بند پاتې افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوې ده.
قریشي بدلون زیاتوي چې د تګ اجازه یوازې کډوالو ته ورکړل شوې او د عادي مسافرو او ټرانزیټي سفر لپاره دروازه لا هم تړلې پاتې ده.
د تورخم د لارې د بشپړ پرانیستلو په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، او چارواکي وايي چې د وضعیت د ارزونې او امنیتي اړتیاوو له مخې به پرېکړه وشي.


















