دفاع وزارت: دانګام ولسوالۍ سره پر فرضي کرښه هغه پاکستانۍ پوسته له منځه یووړه چې پر ملکي خلکو او سیمو یې ډزې کولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۱ وری، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال صدیقالله نصرت ویلي چې افغان دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په اوږدو کې له فرضي کرښې هاخوا د پاکستان پوځ یوه پوسته په نښه کړې او له منځه یې وړې ده.
د ده په وینا، دغه پوسته هغه موقعیت و چې له اوږدې مودې راهیسې یې د افغانستان خاورې ته ډزې کولې او ملکي خلکو ته یې زیان رساوه.
نصرت زیاتوي چې د یادې پوستې له لوري وخت ناوخت د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کېدل او سیمهییز اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي وو. نوموړي ټینګار وکړ چې افغان ځواکونو د خلکو د خوندیتوب او امنیت د تامین په هدف اقدام کړی دی.
دفاع وزارت وايي چې دغه پوسته په بشپړ ډول ویجاړه شوې او افغان ځواکونه د ملکیت او خلکو د ساتنې په هدف د هر ډول ګواښ پر وړاندې لازم غبرګون ته چمتو دي.


