(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۸) الماس خدرخېل
د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي، چې د روسیې اړوند جنګي الوتکو د تورې بحیرې د پاسه د دوی د کشفي الوتکې مخه نیولې ده.
د دفاع وزارت ویاند ویلي دي، چې د امریکا عسکري الوتکه په کشفي الوتنې بوخته وه، چې د روسیې لخوا يي مخه ونیول شوه . روسي الوتکې د ۱۹ دقیقو لپاره ددوی د الوتکې مخه نیولې او ګواښونه يې ورته کړي دي.
د امريکا پوځي چارواکي وايي، چې د روسيې دغه کار غير مصؤون او غير مسلکي دی.
مسکو ويلي، چې د هوايي چلند نړيوال قوانين يې مراعات کړي دي، د روسيې دفاع وزارت وايي چې دوی هغه وخت خپلې الوتکې واستولي چې د امریکا الوتکه د روسیې سرحد ته نږدې شوه.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جیف داوس ویلي دي، چې ډیری وخت د دوی عسکري کشفي الوتکې او جنګي بیړۍ د روسیې عسکري عناصرو سره مخامخ کېږي خو دواړه اړخونه په مسلکي توګه چلند کوي.
د امريکا دفاع وزارت بيا اندېښنه څرګندوي وايي، چې موږ تشویش لرو کله چې دغسې حرکتونه غیرمصؤن وي نو احتمال یې شته چې سؤتفاهم او یا هم کومه حادثه رامنځ ته شي.
په دې وروستيو کې امریکا د روسیې په خلاف بندیزونه لګولي دي. دغه بندیزونه په روسیې په دې لګول شوي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د اوکراین کریمیا ونیوله او د خپلې خاورې برخه یې وګرځوله.
دا لومړی ځل نه دی چې د تورې بحیرې په سیمه کې د امریکا او روسیې الوتکې د یو بل سره مخامخ کیږي.
د اپریل په میاشت کې د امریکا یوه بیړۍ په تورې بحیرې کې ګزمه کوله، چې د روسیې دوې جنګي الوتکې یې له پاسه په سرعت تیرې شوي.
د یادونې وړ ده چې د روسیې او امریکا تر منځ حالات د ترینګلتیا مخې ته روان دي، چې د یوې ناڅاپي یا د یوې سړې جګړې د پيښیدو فکر پرې کیدای شي.

