طالبان د ترینکوټ ښار ته ننوتلي، مرکزي محبس یې نیولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۱۸) الماس خدرخېل

طالبانو په خپل رسمي سايټ کې ويلي دي، چې د دوی ملګري د اروزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته داخل شوي دي.

په خبر کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو مرکزي محبس مات کړی او پکې بنديان يې خوشې کړي دي.

طالبان وايي، چې په یاد ښار کې يې د امنيتي ځواکونو سره جګړه بيخي له نږدې شروع کړې.

دوی وايي، چې له محبس څخه د ولايت چارواکو ځيني بنديان له ځان سره هوايي ډګر ته وړي او هلته يې ولچک کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې دا مهال د ښار په مینځ کې درنه جګړه روانه ده او یوازې د امنیې قومندانۍ په ودانۍ او ولایت مقام د دولت بیرغ لیدل کیږي.

لږ شیبه مخکې د ارزګان د والي ویاند صمیمي رسنیو ته وویل، چې طالبانو د ولایت پر مقام بریدونه کوي او د ښار افاعي کمر بند یې مات کړی دی.

ویاند وویل که د هوايي ځواک مرسته ونه شي ولایت به ډير ژر سقوط وکړي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې طالب وسلوال دعوه کوي، چې له افغان امنيتي ځواکونو يې په جګړه کې د لسګونو پوستو او بيسونو په شمول په زیاته اندازه سپکه او درنه وسله هم نيولې ده. او جګړه لا هم د اروزګان مرکز د ترينکوټ په ښار کې روانه ده

د اروزګان جګړې د تازه مالوماتو لپاره د کابل ټکی کام سره اوسۍ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button