(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۱۸) زرغون خوږیاڼی
شیبه مخکې د کابل د ښار اړوند تایمني شیمه کې د درنې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته کیږي چې نن په کابل کې د احمد شاه مسعود د مړینې د ۱۵ تلین لمانځل کیږي .
د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودیدونکي توکې په یو بایسکل کې ځای پر ځای شوي وو، کله چې د تایمني په پنځم سرک کې د احمد شاه مسعود د پلویانو کتار د تیریدو په حال کې و، چاودنه پرې وشوه.
تر اوسه پورې د ښار امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو عیني شاهدانو په وینا په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
جزئيات وروسته…


















