د زابل د عدلیې رییس د خپل مامور نه د جنسي اړیکې غوښتنې په تور نیول شوی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۵) زرغون خوږیاڼی
د زابل والي بسم الله افغانمل ویلي، چې ددغه ولایت د غدلیې رئيس ګلاب محمد خطیر د خپل ۱۹ مامور نه د غیر اخلاقي غوښتنې په تور نیول شوی او د اخلاقي فساد په جرم څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې د زابل د عدلیې رئيس ګلاب محمد خطیر لیدل کیږي چې د خپل یوه کارکوونکي څخه د جنسي اړیکو( لواطت) غوښتنه کوي.
دا ویډیود همدې مامور لخوا ثبت شوې.
یاده ویډیو چې په فیسبوک پاڼو کې زیاته خپره شوی، د دفتر مامور ته رئيس خطیر چې خورا سپین ګیری دی وايي: اوس یی ښه ټیم دی!
اداري کارکوونکی ورته وايي، چې اوس خو لا سهار وختي دی، ته ودریږه زه چورت پرې ووهم! خو سپین ګیری رئيس صیب کلک نښتې وي او په خپله غوښتنه ټينګار کوي چې د پيسو ورکولو وعده هم ورسره کوي.
بلخوا د عدلې رئيس ګلاب محمد خطير دغه ادعا ردوي او وايي، چې دا په زابل کې ورته يوه جوړه شوې دسيسه ده.
دې ويډیو په رسنیو کې د رئيس پر خلاف سخت غبرګونونه راوپارول او د حکومتي چارواکو توجه یې ور واړوله.
د دیموکراسۍ قانون کې ښځه او نر کولی شي اوږه په اوږه په یوه دفتر کې کار وکړي چې دې کار ته په هیواد کې یو زیات شمیر نجونې ګومارل شوي تر څو په کور کې ناستې ښځې هم وهڅوي چې په دفترونو کې کار وکړي او تنخا واخلي؛ خو په هېواد کې چې د سپين ګیرو دا حال دی نو د دفتري ښځو او انجونو دې خدای ج مل شي!.



