طالبانو د غور ملکي وګړو وژنه زړه بوګنوونکي پيښه او ستر جنایت بللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۵) زرغون خوږیاڼی
طالبانو ویلي چې د غور ولایت د مرکز اړوند کاسي سیمه کې د ملکي وګړو ډله اییزې وژنې سخت خواشیني کړي او دغه یې یوه زړه بوګنوونکي پيښه او ستر جنایت بللی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ځینو اختطافګرو او غلو لخوا د کاسي د کلي اوسیدونکو نه پسونه او وزې له ۳ شپونکیانو سره تښتولي او شپانه یې وژلي، دوی وايي چې وروسته قومي جګړه هم شوی چې په نتیجه کې ۳۶ کسان د غلو او اختطافګرو لخوا وژل شوي دي.
طالب ویندوی زیاتوي چې دوی په دغه پیښه ټکان خوړلی او سخت خواشیني شوي دي.
قاري یوسف ویلي، دغه زړه بوګنونکي قضیه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې هيڅ تړاوو نه لري، اسلامي امارت په سیمه کې خپلو مجاهدینو او اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې دغه غله او اختطاف ګر هرڅه ژر پيدا او ونيسي چې د شریعت منګولوته وسپارل شي.
د غور والي غلام ناصر خاضع رسنيو ته ويلي وو، چې د تېرې سې شنبې په ورځ دغه ولسي وګړي داعش وسلوالو د دغه ولايت له شمال دشت (کاسي) سيمې يوړل چې دغه سيمه له افغان امنيتي ځواکونو سره په واک کې ده.
ددوی په وینا، یاد ولسي وګړي د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، هغه مهال د دوی ځواکونو ورسره نښته هم وکړه، خو ونه توانېدل چې ولسي خلک او د هغوی د پسونو رمې د داعش له منګولو وژغوري.
د غور والي زیاته کړه، داعش وسلوالو چې د خلکو رمې بوولې یوشمېر ځايي خلک چې شپانه، کروندګر او خس ټولوونکي و له ځان سره وړي و.
بلخوا د هیواد ولسمشر او د نړۍ نورو چارواکو یاده پيښه ستر جنایت او بې رحمانه وژنه بللې ده.
ولسمشر اشرف غني د لسګونو ملکي وګړو وژنه غندلې او ویلي یې دي، چې د دغه جنایت له عاملانو څخه به انتقام واخیستل شي.
د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي، چې ، په غور ولایت کې د ماشومانو په شمول د ملکیانو تښتول او بې رحمانه وژل یو جنایت او وحشت دی، دوی په دې وژنو د اعتراض غږ پورته کړی دی.



