د فرانسې په کالي کمپ کې اور لګیدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۵) زرغون خوږیاڼی
د فرانسې په بندري ښارګوټې کالي کې د کډوالو کمپ کې اور لګیدلی، ویل کیږي چې اور د ګازډبو په چاودنو سره لګیدلی دی.
فرانسوي چارواکو د دغه کمپ بندول د دوشنبې له ورځې راهیسې پیل کړي دي او له دغه ځایه کډوال د فرانسې لر او بر کې پناه ځایونو ته د بسونو پواسطه لېږل کیږي.
په دغه کمپ کې له ۶۵۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ پورې کډوال اوسیدل، چې دیری یې د افغانستان، ایتوپیا، ایرتیریا او سوډان هیوادونو مهاجر وه.
د ځايي چارواکو په وینا، په دغه کمپ کې مېشت زیاتو کډوال غوښتل چې له دې ځایه بریتانیا ته ولاړ شي، دوی به په روانو لاریو پورې ځان نښلولو او یابه یې د لوړې ونې نه د لارۍ داخل ته ځان راغورځولو چې د یو زیات شمیر مرګ ژوبلې سبب هم کیدلو.
کډوالو ځايي رسنیو ته ویلي، چې کمپ په ډیرو برخو کې اورلګیدنه رامنځته شوه او هرې خوا ته تور لوګي د آسمان پر لور پورته کیږي، خیمې او جونګړې د اور په لمبو کې وسوزیدلې.
د کمپ مسئول فابیاني بوچیو په وینا، د اور اچونې په تور یې ۴ تنه افغان کډوال نیولي چې په کمپ کې د اورلګونې هڅې کړي دي.
د یاد مسوول په وینا د کالي ځنکل کمپ خالي شوی اوس په دغه کمپ کې هیڅ کډوال نه دي پاتې، دده په وینا په کمپ کې میشت ۱۵۰۰ ماشومان یې بیلو کمپونو ته لیږلي دي.



