د ایمان مسایل (۲۴مه برخه) د قیامت نښې

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د لالچ او کنجوسي ډيروالی، قطع صله رحمي او له همسايه سره بد چلند
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې داسې نفسياتي مريضان به عام شي کوم به چې اسلامي ټولنه ټوټه ټوټه کړي، له هغوی څخه يو له اندازې پورته لالچ هم دی، حضرت ابو هريرة رضی الله عنه فرمايي : د قيامت له نښانو څخه يوه دا هم ده چې په حرص او لالچ کې به ډير زياتوالی راشي ([1] ).
حضرت انس رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله رحمه الله وفرمايل : تر څومره اندازې چې قيامت د نږدې کيدا لور ته راځي معاملې له سخت څخه د سخت لوري ته ورځي او د خلکو بخل او حرص د زياتوالي لوري ته ورځي ([2] ).
د نبي کريم رحمه الله دا ارشاد هم دی : يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ وَيَنْقُصُ الْعَمَلُ وَيُلْقَى الشُّحُّ وَيَكْثُرُ الْهَرْجُ
ژباړه : زمانه به ډيره نږدې شي، عمل به کم کړل شي، د بخل او حرص دور به دوره شي، په قتل کې به ډير زياتوالی راشي ([3] ).
په حديث کې د (شح) لفظ استعمال شوی، چې معنی يې ده په يوه کس کې د بخل او لالچ ( طمعې) په يوه وار جمع کيدل، هر هغه انسان چې په بيکاره کارونو کې مال خرچ کوي او د نيکي يا اطاعت الهي له کارونو څخه منع کوي هغه په (شح) کې داخل دی.
د نبي کريم رحمه الله د فرمان عالی شان دی : لا تقوم الساعة حتى يظهر الفحش والتفاحش وقطيعة الرحم وسوء المجاورة
ژباړه : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې فحاشي، بې حيايي، قطع صله رحمي او له همسايه سره بد چلند کول ښکاره نشي ([4] ).
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله رحمه الله وفرمايل : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې فحش ( بدکلامي) او بخل ښکاره نشي، امانتدار خائن ونه بلل شي، امانتونه خائنانو ته ونه سپارل شي، (الوعول) له دنيا څخه ولاړ نشي (التحوت) رانشي، پوښتنه وشوه : دا (الوعول) کوم خلک دي او (التحوت) کوم؟ نبي کريم رحمه الله وفرمايل : له (الوعول) څخه مراد معزز او د شريفې طبقې خلک دي او له (التحوت) څخه غير مشهور خلک مراد دي ([5] ).
نبي کريم رحمه الله چې له کوم شي څخه خبر ورکړی هغه واقع شوی، مونږ په ډيرو خلکو کې جنګونه او فساد وينو، همدا شان د هغوی تر مينځ قطع صله رحمي او له همسايه ګانو سره بد چلند هم زمونږ په ليدلو کې راځي، د خلکو په مينځ کې د محبت، صله رحمي او د الفت په ځای بغض، نفرت او عداوت پيدا شوی دی، داسې وخت راغلی چې خلک له خپل همسايه څخه بيخي خبر نه دي، خلک له خپلو رشته دارانو څخه خبر نه دي چې په هغوی کې څومره ژوندي دي او څومره مړه.
د فحاشي عام کيدل
له فحاشي څخه مراد د لوڅ لباس اغوستل او د داسې الفاظو ويل دي په کومو کې چې بې حيايي له ورايه تر سترګو کيږي، همدا شان يوه بل ته پيغور ورکول او لعن طعن کول هم په بې حيايي کې راځي، د فحاشي عام کيدل هم د قيامت له نښانو څخه دي، امام الانبياء رحمه الله فرمايي :
)والذي نفس محمد بيده ! لاتقوم الساعة حتی يظهر الفحش( ([6] ).
ژباړه : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې فحاشي عامه نشي.
امانتدار ته خائن او خائن ته امانتدار ويل
د امانت او ديانت پورته کيدل او د منصبونو نا اهلو خلکو ته سپارل هم د قيامت له نښانو څخه دي، د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې امانتدار سړی به خائن بلل کيږي، د دې معنی دا ده کوم سړی چې رښتونی امانتدار وي هغه ته به د شک په سترګه کتل کيږي او د هغه په امانتداري او صداقت باندې به اعتماد نه کيږي او کوم سړی چې په اصل حقيقت کې دروغژن، منافق، د غټې ژبې څښتن او خائن وي هغه به قابل اعتماد بلل کيږي، نبي کريم رحمه الله فرمايلي : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به قايم نشي تر څو چې ……. امين خائن او خائن امين ونه بلل شي ([7] ).
د ښو خلکو پناه کيدل او بدو خلکو ښکاره کيدل
دا هم د قيامت له نښانو څخه ده چې معزز، دانا، عقلمند او علماء کرام به ختم شي، جاهل او بازاري خلک به د هغوی ځای ته راشي، ځکه چې د هغوی لپاره به ميدان خالي وي.
نبي کريم رحمه الله فرمايلي : په هغه ذات قسم د کوم په لاس کې چې د محمد روح دی ! قيامت به تر هغه قايم نشي تر څو چې ( وعول) پناه نشي او ( تحوت) عام نشي، پوښتنه ترينه وشوه : يا رسول الله ! دا (وعول) او (تحوت) څوک دي؟ رسول الله مبارک رحمه الله وفرمايل : له (وعول) څخه معزز او نيک خلک مراد دي او له ( تحوت) څخه جاهل او غير مشهور خلک، يعنې کوم چې د خلکو له قدمونو څخه لاندې وي هغوی به منصبونه سمبال کړي ([8] ).
د لاندې خلکو پورته راتلل هلته چې کله دوی مهم منصبونه ترلاسه کړي او د هغوی لپاره د ابلاغ ذرائع، د ميډيا پروپيګنډې او له هغوی څخه ګير چاپيره ډول وهونکي او دبله ماران ډير شي، کله چې عقلمند، دانا، مفکرين او د خلکو خيرخواه خلک له نظر څخه ورک شي، د ابلاغ له ذرائعو او همدا شان په ميډيا باندې نظر انداز شي.
نن صبا په خلکو کې شهرت هغه څوک ترلاسه کوي کوم چې سندرې کوي، ګډيږي، د ساز، سرود، فحاشي او عرياني اظهار کوي، تر څو پورې چې د عالم، سائنسدان، قابل ډاکټر، انجينئر او د داسې نورو خلکو تعلق دی نو دغه خلک کاڼه غوږونه اوسيږي.
د قيامت دغه نښانې نن صبا ښکاره مخته راغلې دي، ليکن تر دا مهاله صورتحال ډير خراب نه دی، اوس هم ډير خلک ديني پروګرامونه په ډير شوق سره ګوري، په اکثرو اسلامي هيوادونو کې د عالمانو او د دين د داعيانو ډير قدر او احترام کيږي، خلک په ديني مجالسو کې په کثرت سره ګډون کوي او د ټي وي په چينلونو باندې د ديني مضامينو له ليدلو سره مينه لري، ورځ په ورځ په دغو چينلونو کې زياتوالی راځي او ليدل کيږي چې ډير غير مسلم خلک هم ديني پروګرامونه ګوري او له هغوی څخه ډيره ګټه آخلي.
([1]) نهاية العالم، بحواله : المعجم الاوسط للطبرانی : ۱/ ۲۱۸.
([2]) سنن ابن ماجه، الفتن، حديث: ۴۰۳۹، وسنده ضعيف، وفيه محمد الجندي، وخبره منکر، انکره النسائي وغيره.
([3]) صحيح البخاری، الادب، حديث : ۶۰۳۷، وصحيح مسلم، العلم، حديث : ۱۵۷.
([4]) مسند احمد : ۲/ ۱۶۲، والمستدرک للحاکم : ۱/ ۷۵، وصححه.
([5]) المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.
([6]) المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.
([7]) المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.
([8]) المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۴۷، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۷/ ۶۳۹، حديث : ۳۲۱۱.



