حنیف اتمر له بهرنیو سفارتونو د حکمتیار لپاره پیسې غوښتي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۸) زرغون خوږیاڼی

د ځینو سرچینو په خبر کې ویل شوي ، چې حنیف اتمر په کابل کې د بهرنیانو له سفارتونو څخه د حکمتیار لپاره پیسې غوښتي دي.

په خبر کې ویل شوي ، چې اوسمهال حکمتیار د  دولت ځواکونو سره له جګړې لاس اخیستی، نو باید مالي امکانات یې برابر شي.

نوموړي بهرنیو سفارت کارانو ته ویلي، چې ستاسو راکړې پیسې به حکمتیار ته وسپارم؟

۸صبح ورځپاڼې د ځینو باوري سرچینو په حواله ویلي،چې حنیف اتمر له بهرنیو سفارتونو پیسې د حکمتیار د مالي لګښتونو لپاره غوښتي تر څو ورباندې د خپل حیب او حزب مالي لګښتونه پوره کړي.

د یادونې وړ ده چې ګلبدین حکمتیار د تلې په اتمه نیټه له اوسني حکو مت سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې ولسمشر اشرف غني ورته په بدل کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د د ګلبدین دجګړه مارو پر ضد کوم فعالیت ونکړي او ملاتړ یې وکړي.

ویل کیږي چې د سولې شورا لخوا به په دې اوونۍ کې د ملګرو ملتونو څخه په رسمي توګه د ګلبدین نوم له تور لیسته څخه د ویستلو غوښتنه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button