پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

اسلامي دیني مدرسې

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 29, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
16
ځلې شریک شوی
199
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 فاتح کاروان

دیني مدرسې لکه څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي هغه پاک ځایونه دي چېرته چې د مسلمانانو اولادونه د خپل دین په هکله زده کړې تر لاسه کوي او چېرته چې علماء، واعظان او حافظان روزل کیږي.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

د اسلام د دښمنانو لخوا د اسلام سره د دښمنۍ په سبب لومړني هغه ځایونه چې د دوی د برید هدف ګرځیدلي دیني مدارس دي. غربي او شرقي کفارو پخپله او د خپلو جاسوسانو په وساطت تل هڅه کړې چې دیني مدارس بدنام کړي او پدې ډول په اسلامي امت کې د مدارسو و خواته د مسلمانانو توجه او پاملرنه را کمه کړي تر څو په مسلمانانو او په ځانګړي ډول ځوان اسلامي نسل کې دیني پوهه او قابلیت کمزورې او بیا پرې عقیدوي یرغل وکړي او خپل تنصیري اهداف تر لاسه کړي!

پدې وروستیو پنځلسو کالو یعنې د یوولسم سپټمبر له پېښې وروسته چې امریکا د اسلام پرضد نړیواله صلیبي جګړه پیل کړې، نو په مسلمانانو د عقیدوي او فکري یرغل پراخې څپې راغلي دي، امریکا او متحدینو یې د اسلام د بدنامۍ لپاره یو سر تاسري فکري یرغل پیل کړی او په زرګونو رسنۍ او فعالان یې استخدام کړي چې اسلام بدنام کړي، اسلامي مراکز او مدارس بدنام کړي تر څو د اسلام د مبارک دین چټک پرمختګ په ټپه ودریږي؛ خو لله الحمد اسلامي امت خپلې عقېدې او خپل اسلامي فکر ته خپله حیرانوونکي وفاداري په اثبات ورسوله او سره د دې چې دیني زده کړی ورته د پخوا په نسبت یو څه سختې شوي خو بیا هم حقیقي مسلمانانو خپل اولادونه ( ځامن او لورګانې ) د عقیدوي او فکري روزنې لپاره دیني مدرسو ته لېږل روان وساتل او تر دا نن ورځې دیني مدارس فعال او په میلیونونو ځوانان او انجونی پکې زده کړې کوي.

 دا هم د خوښۍ ځای دی چې په دیني مدرسو بریدونو، د علماء کرامو ترور، په رسنیو کې د مدارسو پرضد پراخ پروپاګند، د دې په بدل کې د عصري زده کړو د غوره کولو ترغیبي هڅو او په مدارسو چاپو، تورونو او سختو بندیزونو یې حوصلې کمزورې نشوې کړای او اوس هم د اسلام دغه رښتوني بچیان ( د دیني علومو طالبان ) په ډیر شوق او اخلاص خپلو زده کړو ته دوام ورکوي چې دا د غربیانو، مستشرقینو او د غرب د ګوډاګیانو پرمخ کلکه څپېړه ده.

د بیلګې په ډول تاسو ته به یاد وي چې د کندوز د اشرف المدارس جامعی پرضد بي بي سي څومره زهرجن راپورتاژ برابر او نشر ته وسپاره، هغه وخت د ډیرو داسې کسانو اذهان خلاص شول چې د مدارسو سره یې د ‏BBC‏ او ‏VOA‏ راډیوګانو دښمني نه وه درک کړې او په یاد راپورتاژ سره ورته د ‏BBC‏ هدف څرګند شو چې د پاکستان او افغانستان مدارس پرته له توپیره د دوی د لفظي بریدونو هدف دي.

 ډیری ناپوهو کسانو د رسنیو دا پروپاګند قبول کړی و، چې په دیني مدارسو کې د سخت دریځۍ فکر تدریسیږي مګر دا یې نه شوه درک کولې چې که دیني مدارس نه وي د مسلمانانو اولادونه به په یو مخ له خپل دین څخه ناخبره پاتې شي چې بلاخره به د شیطاني افکارو قربانیان او د ارتداد په لارو روان شي او تر کومه ځایه چې د سخت دریځۍ د فکر خبره ده، نو غربیان او لاسپوڅي یې عموماً اسلامي فکر ته د سخت دریځۍ نسبت کوي چې دا کومه د تعجب وړ خبره نه ده.

که د عصري علومو په مراکزو کې د اخلاقي فساد کچه اوج ته رسېدلې هیڅ کومې مهمې رسنۍ، مؤسسې یا ټولنې او یا هم چارواکو پرې غم غرض نه دی کړی، چې دا چوپتیا یې د فحاشۍ د کلتور څخه د ملاتړ په معنی ده.

هغه د عصري علومو مرکزونه چې ملګري ملتونه او مدني ټولنې ورسره په میلیاردونو ډالرو مرستې کوي هلته د اخلاقو او حیا پر وړاندې کلکه مبارزه روانه ده، هلته د فکري یرغل ځالې جوړې شوي هیڅوک یې پرضد غږ نه پورته کوي خو بل طرف ته د مدرسو ضعیف اقتصاد، په وچه ډوډۍ صبر کوونکي طالبان او د سترو سترو ننګونو سره مخ عالمان او استادان د هرې رسنۍ، ټولنې، چارواکو او ارګانونو د اعتراضونو او دښمنیو قربانیان دي اوس به هم څوک د غربیانو هدف نشي درک کولې!؟.

دا چې غرب غواړي لومړی مسلمانان د خپل دین په هکله ناخبره وساتي او وروسته تر هغې پرې عقیدوي او فکري یرغل وکړي، معلومه خبره ده چې مدارس به بدناموي او اسلامي فکر ته به د تروریزم او سخت دریځۍ د اصطلاحاتو په کارولو هڅه کوي چې مسلمانان او بیا په خاص ډول ځوان اسلامي نسل ترې لیرې وساتې!.

پدې خبره ځان پوهول پکار دي چې د غرب د فکري او عقیدوي یرغل یواځې هغه څوک د لوی خدای جل جلاله په مرسته درک او شنډولای شي چې اسلامي زده کړی ولري او که څوک اسلامي زده کړی و نلري د ایمان د دعوې سره سره به د غربیانو پر وړاندې سر په سجده وي لکه چې په دا پنځلسو کالو کې مو واوریدل او و مو لیدل.

مدارس د اسلام هغه محکمې کلاګانې دي چې د اسلامي او اسلامي امت د ساتنې لپاره د قوي او نه ماتیدونکو مورچو حیثیت لري، مه پریږدئ چې څوک مو دغه مورچې لاندې کړي او د دی په محکم ساتنه کې هر ډول قربانۍ ته تیار اوسئ، خپلو اولادونو باندې د دیني زده کړو په کولو سره د غرب فکري یرغل او استعماري سیاست سره مقابله وکړئ او پرته له دې چې د مدارسو پرضد پروپاګند ته اندیښنه وکړئ پرمخ ولاړ شئ او دیني مراکزو، مدارسو او مساجدو سره مالي‎ ‎مرستې وکړئ بېشکه چې د بریالیتوب او خلاصون همدغه یوه لاره ده.

لوی ټکي: اسلامصلیبیانمدرسې
مخکینې مطلب

یاربه بې طالبه مو نکړې!

بل مطلب

حنیف اتمر له بهرنیو سفارتونو د حکمتیار لپاره پیسې غوښتي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com