په هلمند کې ۹ تنه امریکایي پوځیان ووژل شول

کابل ټکی کام: لړم ۹ مه ۱۳۹ل ( بصیراحمد پاڅون )
تیره شپه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې د  ( ډویر ) پوځي اډې نه بهرني عسکر په خپلو ټانکونو کې د ګزمې او عملیاتو په خاطر راووتل.
طالبانو په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې د رود غاړې په سیمه کې د ماسخوتن په ۹ بجې د بهرنیو ځواکونو یو ټانک د طالب جنګیالیو په یو ښځ کړي مائن وربرابر شو چې د انفجار په ترڅ کې په بشپړه توګه له منځه لاړ او پکې سپاره څلورتنه بهرني پوځیان ووژل شول، طالبان وایي چې د شپې په ۱۲ بجو دویم ټانګ هم د خښ کړي مائن په واسطه له منځه یوړل شو ، ورپسې په پلیو بهرنیو عسکرو هم دریمه چاودنه وکړای شوه چې ټول ۹ تنه بهرني عسکر ووژل شول.
بهرنیو عسکرو او حکومتي چارواکو تر دې وخته په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د طالبانو له خوا د ورکړل شویو راپورنو په حواله د تیرې او روانې اونۍ په اوږدو کې بهرنیو پوځیانو ته د مائنونو ، سرتیري برید او چاپو په مهال درنه مرګ ژوبله اووښتي ده.
بهرنیو عسکرو په طالبانو ، عامو خلکو او حکومتي سرتیرو خپلو بمباردونو ته دوام ورکړی او د روان میلادي له پیل نه یې ۷۰۰ هوایي بریدونه کړي چې زیات شمیر ملکي خلکو، طالبانو او حکومتي سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button