پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

دمدرسو طالبانو ته دامتحان اړوند څو مشورې او توصيې

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اکتوبر 30, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
15
ځلې شریک شوی
189
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ځواکمن طالب

دا چې داسلامي امارت دتعليم او تربيې کميسيون تر اشراف او څارنې لاندې د ګران هيواد په ديني مدارسو او جامعاتو کې درې مياشتني امتحانات او ازموينې روانې دي ، دمدارسو مهتممانو او استاذانو خپلې ټولې هڅې په کار اچولي او دخپلو طالبانو لپاره يې د امتحان بندوبست کړی.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

دا چې استاذانو ، مهتممانو او مسؤولينو خپل مسؤوليت ادا کړی او دطالبانو لپاره يې د امتحان ورکولو زمينه برابره کړې ، په زده کوونکو باندې لازميږي چې په داسې توګه په امتحاناتو کې برخه واخلي چې له يو لوري خپل مسؤوليت ادا او له بل لوري دامتحانونو او ازموينو ثمرات او اهداف هم په ښه توګه لاس ته راوړي ، له همدې امله مې لازمه وګڼله چې دامتحان مربوط طالبانو او متعلمينو ته څو مشورې او توصيې عرض کړم ، چې په مراعتولو سره به يې هغوی له امتحان څخه مطلوب اهداف په ښه توګه لاس ته راوړي ، او په علمي ډګر کې به دهغوی د ترقی او پرمختګ سبب وګرځي .

1- هسې خو هم علم له طالب علم څخه فراغت غواړي خو  دامتحان په ورځو کې غير ضروري مصروفيتونه او بوختياوې بايد په کلي ډول پريښودل شي او ځان يوازې امتحان ته وزګار کړل شي طالب بايد ځان سست ، ټمبل او لټ آموخته نه کړي ، په خپل ټول توان سره هڅه وکړي دامتحان لپاره تياری ونيسي ، همدغه راز بايد دکمتری احساس ونکړي ، له شته اسبابو څخه په استفادې هڅه او کوښښ جاري وساتي ، او مطالعه او تکرار په ځان باندې لازمي وګرځوي .

دامتحان په ورځو کې طالبان په تشويش کې وي نو ځکه ځینې دافراط او ځينې دتفريط ښکار کيږي ، ځينو شپه او ورځ يوه کړې وي ، نه خوب کوي نه دخوراک فکر ورسره وي ، په دماغو يې دامتحان فکر سپور وي او ځينې بيا ډير بې غمه وي او دامتحان لپاره هيڅ تياری او مطالعه نه کوي ، پکار دا ده چې له اعتدال څخه کار واخيستل شي ، د شپې وخته ويده کيدل او سهار وخته پاڅيدل خپل عادت وګرځوي ترڅو په امتحان کې په ارامو اعصابو ګډون وکړی شي ، او دامتحان ورکولو لپاره په ټاکلي وخت دامتحان ځای ته حاضري وکړي .

۲- دنورو طالبانو په اړه له الله جل جلاله څخه وويريږئ، داسې خبرې مه کوئ چې هغوی وارخطا شي يا ګدوډ شي يا يې امتحان ورکولو ته واڼې وتښتي بلکه کوښښ وکړئ چې هغوی امتحان ورکولو ته تشويق او وهڅوئ .

۳-  د امتحان ځای ته له راتګ څخه وړاندې صلوة الحاجة ادا کول ، او الله ته زارئ او دعا کول چې الله جل جلاله امتحان درته اسانه کړي په ځانګړې توګه درود شريف لوستل او يا دلاندينيو دعاګانو ورد کول : ربّ اشرح لي صدري ويسّر لي أمري ، اللهم لاسهل الا ما جعلته سهلا وأنت تجعل الحزن ……

۴- ټول مطلوب توکي او وسائل له ځان سره تيارول لکه قلمونه ، خط کش ، تخته ، او داسې نورځکه ددغو اسبابو تياري دپوښتنو په ځوابولو کې معين ثابيتدلای شي ، ترڅو په امتحان ځای کې له نورو انډيوالانو څخه په غوښتلو سره ذهن مشوش نه شي .

۵- دپرچې له حل کولو وړاندې بسم الله ويل ځکه په بسم الله کې برکت او له رب العالمين څخه استعانت دی او ددې په برکت الله جل جلاله توفيق ورکوي .

۶- کله چې سوالي ورقه درته وسپارل شي ښه په دقت يې مطالعه کړئ ، ځان پرې پوه کړئ ، که په کوم ځای پوه نشوئ له استاذ څخه ځان پرې پوه کړئ او له هغه وروسته يې په حل کولو پيل وکړئ  .

۷- لومړی د اسانو سوالونو د ځوابولو پلان جوړ کړئ ورپسې دمشکلو سوالونو ، د سوالونو دلوستلو پرمهال هغه ملاحظې او نوټونه يادداشت کړه چې د ورقې په ځوابولو کې کار ترې اخلې

۸- لومړی دهغو اسانو پوښتنو ځوابول پيل کړئ چې ستاسې زده دي ، دهغو سوالونو ځواب وځنډوه چې ستا په ذهن کې يې ځواب حاضر نه وي ، او ځواب ته درسيدو لپاره وخت ته اړتيا لري .

۹- دسوالونو په ځوابولو کې له بيړې څخه کار مه اخلئ ، بلکه ښه په اطمينان او ورو والي پرچه حل کړه نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ” التأني من الله والعجلة من الشيطان . ”

۱۰-  له ښه ژور فکر کولو وروسته ځواب وليکه ، کله دې چې ډاډ ترلاسه کړ چې ځواب سهي ده نو بيا له وسوسې څخه ځان وساته ، او که له ځواب څخه مطمئن نه وې بيا دخپل غالب ظن سره سم تصحيحات پکې راوله ، که دې يقين شو چې ځواب غلط دی بيا دامتحان له مراقبينو څخه بله ځوابيه ورقه وغواړئ او صحيح ځواب پکې وليکئ .

1۱- پرچه بايد چټله او ګډه وډه حل نه کړئ هڅه وکړئ چې ځوابونه مو واضح او فهم يې اسان وي ، املا ته بايد زيات متوجه شئ ، متأسفانه زموږ دمدرسو متعلمين په املا کې ډيرې کمزوريانې او نيمګړتياوې لري .

۱۲-   د پرچې له حل وروسته ځوابونه دقيق مطالعه کړئ ، نفس به بار بار تاسې هڅوي ترڅو د ورقې په سپارلو کې بيړه وکړئ ، او درته به وايې چې فلانکي هم پرچه تسليم کړه ، فلانکي هم پرچه وسپارله ،ژر کوه ته يې هم وسپاره او ځان ترې بې غمه کړه، خو ته به له نفس سره مبارزه کوې او څو پورې دې چې ښه په غور حل کړي ځوابونه نه وي مطالعه کړي مه يې سپارئ .

۱۳- چې له امتحان وروسته درته جوته شي چې ځينې ځوابونه دې غلط ليکلي ، نو دا ځان لپاره عبرت وګرځوه او د راتلونکو ورقو او امتحانونو لپاره پوره تياری او چمتووالی نيسه ، له ځان سره عهد وکړه چې دپوښتنو په ځوابولو کې به له استعجال او بيړې څخه کار نه اخلم ، د مايوسی او د نامرادی ښکار مه ګرځه ، بلکه د نبي صلى الله عليه وسلم دغه حديث ياد ساته : وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللَّهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ فَإِنَّ لَوْ تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ . صحيح مسلم .

۱۴- په دې ښه ځان پوه کړه چې درغلي حرامه ده ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي  : من غشّ فليس منا ، درغلي او نقل کول ظلم ده ، په حرامه لاره تر نومرو او سندونو ځان رسول دي ، همدغه راز بايد نورو طالبانو ته له نقل ورکولو څخه ځان وساتل شي ، ځکه دا په ناروا او عدوان کې تعاون او مرسته ده چې په صريح نص سره حرامه ده و لاتعاونوا علی الاثم والعدوان ، نو له حرامو څخه استغنا اختيار کړه الله جل جلاله به خپل فضل درباندې وکړي ، الله جل جلاله به يې غوره عوض درکړي ، ترخپله وسه هڅه وکړه نور ملګري هم له دغه منکر او ناروا کار څخه راوګرځوې ، او ورته ووايه چې له الله جل جلاله څخه وويريږئ ، ناروا وسيله مه اختياروئ دغه وخت چې تاسې يې چې تاسې يې په ناروا لارو چارو مصرفوئ که چيرې مو په تکرار، مطالعه له يوبل سره په تفهيم کې تېر کړی وای دا به ستاسې لپاره دحرامو له ارتکاب څخه ډير غوره وای .

په پای کې د اسلامي امارت د تعليم او تربيې له کميسيون او دمدارسو له مهتممانو او مدرسينو او په ځانګړې توګه د مدرسو له طالبانو څخه احترامانه هيله کوم چې دا دی په تيرو څو کلونو کې مو په خپلو سترګو د امتحان ثمرات په خپلو سترګو وليدل ، نو د الله په خاطر دې لړی ته همداسې دوام ورکړئ له يوبل سره تعاون علی البر والتقوی وکړئ ترڅو مو راتلونکی کول دخپلو اسلافو په څير دباطل په وړاندې هر اړخيزه مبارزه وکړی شي ، په الله قسم چې په طالبانو کې ډير داسې عالي استعدادونه شتون لري چې که چيرته کار ورباندې وشي ، ترډيره حده به ورباندې علمي خلا ډکه او دمظلوم ولس ددنيوي او اخروي نيکمرغيو سبب به وګرځي .

متعلمينو او طالبانو ته هم پکار ده چې خپل عمرونه عبث ضائع نکړي ، له فضولياتو او لهوياتو څخه ډډه وکړي ، دمدرسو او د تعليم او تربيې کميسيون د ضوابطو او اصولو مراعات خپل نصب العين وګرځوي ، ان شاء الله ددنيا او اخرت نيکمرغی به يې قدمونه ښکلوي .

مخکینې مطلب

په هلمند کې ۹ تنه امریکایي پوځیان ووژل شول

بل مطلب

ارزګان: ترینکوټ کې اووم کنډک طالبانو ته تسلیم شو

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com