د حکومت لومړي مرستیال جنرال دوستم یوځل بیا په حکومت نیوکه وکړه چې طالبان په شمال کې د یوه بل برید تیاری نیسي او د فاع وزارت د دې احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ ډول تدابیر نه دي نیولي.
خپلو ملیشوته دوستم پرحکومت د تیرې میاشتې نیوکه بیا تکرارکړه ويې ویل طالبان له موږ پوستې په جګړه او زور نشي نیولای بلکه په نظامي پوستونو کې یو شمیر غیرمسئول او په دفاع وزارت کې په مصلحت ورداخل شوي نظامیان پرطالبانو پوستې پلورې چې د دفاع اوکورنیوچارو دوزارتونو چارواکي د خیالي پولیسو د معاشونو ترڅنګ پر طالبانو په پلورل شویو پوستو کې هم خپله ونډه لري.
پرحکومت دوستم تیره میاشت همدا ډول نیوکې کړې وې ویلې ېې وو په افغانستان کې جګړه ځکه دوامداره شوه چې د چارواکو لخوا د لویو لارو او د ولسوالیو ساتونکي پوستې سره د وسلو پرطالبانو پلوري په پیسو ېې پوستو پلورنکو ځانونه ماړه او په وسلو ېې د طالبانو جګړه دوامداره کړه.
د دوستم له وینا وروسته د هیواد د ختیځ لورې کونړ ولایت څخه یو راپورخپورکړل شو چې په کونړولایت کې د غاښي کنډو پرپوله ساتو له تيرو دوو میاشتو راهیسې خوراکي توکي کم شوي او ایله دومره ور رسيږي چې ځانونه پرې ژوندي وساتي.
د غاښې کنډو د کونړ ولایت د خیبرپښتونخوا باجوړ ایجنسۍ سره لومړی کنډو دی چې پکې پوسته ساتي امنیتی ځواکونه شپه او ورځ د مخالفو وسله والو لخوا د یوه احتمالي برید انتظار باسي او خپله هره لحظه ېې په مرګ شمیرلې ده.
دهيواد په خیتځ د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره په جوخته دغې غرنۍ سیمه کې پراته افغان پوسته ساتي دولتي ځواکونه شکایت کوي، چې شپږ میاشتې کیږي، چې په دې سیمې یاغاښي کنډوکې په دنده بوخت دي. د دوی په خبره، د بدليدو موده یې هم پخوا پوره شوې؛ خو له دې سیمې ځکه نه شي وتلی، چې له دې سیمې څخه دوتلولاره دومره خطرناکه ده، چې ممکن وتل ورته په مرګ تمام شي په پوسته کې خو ېې د نامعلوم وخت پورې د ژوند تمه شته خو که له دې سیمې وتلوته اراده وکړي امکان نه لري دمخالفینوله بریدونو ژوندي ونه ووځي.
داچې هره اونۍ او هره ورځ مخالفو وسله والو ته له پوستو سیمه ساتونکي پوځونه تسلیمیږي، څه به د امنیتي ګمارل شوي بې تجربې ځوانان کمزوري وي خو چې په پوستوکې ورته وسلې او خوراک نه ورسیږي دوې به لازما تسلیمیږي چې بیا د دوستم په خبره په لوی لاس ېې ولایتي نظامي چارواکی او یامرکز وسله والو مخالفینوته تسلیموي.
دپښتومتل دی وايي جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي خو اوس په پوستوکې راګیرو پوځونوته دوسلې او غلې دواړو اړتیاده چې خپله ورسپارل شوې سیمه پرې وساتي خو ښه خبره داده چې دولت دې نور دافغانانو وینه د جګړو په دوام نه تویه وي په ولایاتو کې پوستې څه چې نور دولایاتومرکزونه هم نه شي ساتلای پرده ېې په دې کې ده چې استعفا وکړي ځکه ترڅوبه ېې نظامي چارواکي دځانونو د مړولو لپاره پوستې پلوري او پوله ساتي امنیتي ځواکونه به ېې په ولږه وخت تیروي.