د سعودي عربستان د عسیر ښار یو تن چارواکي محمد عبدالرحیم العاصي خبري رسنیو ته ویلي دي چې حوثي یاغیانو د یمن نه د عسیر ولایت د ظهران په سیمه راکټي بریدونه کړي چې په پایله کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې راکټونه په دریو کورونو لګیدلي دي .
د ویلو ده چې حوثي یاغیانو پدې وروستیو کې د یمن پولې ته نږدې د سعودي عربستان په ښارونو راکټي بریدونو ته زور ورکړی دی.
حوثي یاغیانو د تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې هم په سعودي عربستان راکټي بریدونه کړي وو.
له دې وړاندې یې په مکه مرمه هم بلاستیک میزائیل تو غولی و خو د سعودي عربستان پوځ له مکې مکرمې شپیته کیلو متره لرې خنثی کړی و.
د یمن حوثیانو دې برید په اسلامي نړۍ کې د حوثیانو پر خلاف پراخ غبرګونونه را پارولي و.


















