بلخ: په الماني کونسلګرۍ د بريد وروستي جزيات

کابل ټکی کام :لړم ۲۱ مه، ۱۳۹۵ الماس خدرخیل

تېره شپه طالبانو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ ډله ایز برید ترسره کړو، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د جرمني په کونسلګرۍ تېره شپه ناوخته په موټر بم حمله کې څلور کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات نور ټپيان دي.

په بلخ کې د عامه نظم د پولیسو قومندان جنرال حسیب الله قریشي رسنیوته ویلي “وسله‌والو مخالفانو په مزارشریف ښار کې د جرمني کونسلګرۍ په دروازه کې موټربم حمله کړې ده. په سیمه کې وضعیت د افغان او بهرنیو پوځیانو په کنټرول کې دی. د پېښې ټپيان ټول روغتون ته انتقال شوي دي.”

بل پلو طالب وسلوالو د ياد بريد وروستي جزيات خپاره کړي  او په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د دوی د سرتېرو وسلوالو له لوري د الماني عسکرو د اوسېدو پر ځای (کونسلګرۍ) تر نن سهار ۹ بجو پورې بريدونه روان و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړی له مازده ډوله موټر د چاودلو نه په استفادې سره يې خپلو سرتېرو ته لاره هواره کړې او ۳ تنه سرتيري چې په درنو وسلو سمبال و يادې کونسلګرۍ ته ننوتي و، چې له بهرنيو او افغان ځواکونو سره يې لس ساعته مقاومت وکړ.

ذبيح الله مجاهد په یاده خبرپاڼه کې ويلي: (په دغه ځای کې ټول الماني عسکر چې شمیر يې لسګونه تنه وو، د یاد ځای څخه يې ساتنه کوله، د قونسلگرۍ په نامه ودانۍ کې ټول میشت کسان چې د آلمان د اشغالگر هېواد پورې يې اړه درلوده، ورسره په دغه ځای کې د المان د استخباراتو هغه ټولگی چې په ټول شمال کې يي د بهرنیو عسکرو عملیات خصوصا هوايي بریدونه طرحه او پلان کول، له منځه وړي هيڅ فرد يې هم ژوندی نه دی پاتې).

ځايي اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې تر څو ساعتونو پورې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېدې، بهرنيو او داخلي امنيتي کسانو تر دوه کيلو متره پورې ساحه د خلکو او ژورنالستانو پر مخ تړلې وه او هيڅوک يې هم د پېښې ځای ته نه ورپرېښودل.

که څه هم الماني چارواکي وايي، چې له کونسلګرۍ څخه د دوی عمله په امن سره وتلې خو طالبان بيا وايي چې د دوی لومړي بريد سره ټوله کونسلګرۍ له ټولو دفاعي پوستو سره له منځه تللې او هيڅوک هم ترې ژوندي نه دي وتلي.

د دې ولايت چارواکي ادعا کوي، چې په ياد بريد کې د څلورو ملکيانو د وژلو په ګډون ۱۲۰ زخميان هم دي.

خو طالب چارواکي د دوی ادعا ناسمه بولي او وايي، چې  برید د شپې ترسره شوی او د بريد ځای د بهرنيو ځواکونو پورې اړوند و هيڅ ملکي ته پکې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

طالبان وايي، نوموړې کونسلګرۍ ټوله په کنډواله بدله شوې او امکان دې ولري چې ملکيان په کورونو کې د انفجار له امله د کړکيو په ماتو شوو ښيښو ټپيان شوي وي.

په ورته وخت کې د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي، چې دوه کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول.

طالبان وايي ياد بريد يې د کندوز د خلکو د انتقام په موخه او د الماني عسکرو پر ضد په دې خاطر کړی، چې دوی  د تخار، کندز، سمنګان او بلخ په ولایتونو کې امریکايي عسکرو ته د جرمني هیواد استخباراتي ټولګی، اهداف ورپه ګوته کوي، عملیات ورته پلانوي، د شپې چاپې ورته تنظیموي او دلته خپل یرغلګریز فعالیت ته دوام ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button