خداى جل جلاله فرمايلي دي : فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلاَةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا }59{ إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ شَيْئًا}60{ بيا د هغه وروسته هغه ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونيوه چې لمونځ يې ضايع كاوه او د نفس د غوښتنو پيروي يې وكړه نژدې ده چې هغوى د ګمراهي د پايلو سره مخامخ شي البته څوك چې توبه وباسي ، ايمان راوړي او ښه عمل غوره كړي هغوى به جنت ته ننوځي او حق به يې تلف نه شي.
حضرت ابن عباس رضی الله عنه وايي: ( د } أَضَاعُوا{ معنى د لمونځ په مكمل ډول سره پرېښودل نه دي بلكي د خپل وخت څخه وروسته كول يې مطلب دي .) د تابعينو امام سعيد بن المسيب رحمه الله د } أَضَاعُوا{ په اړه وايي: ( دماسپښين لمونځ تر هغه پورې نه كوي تر څو چې مازديګر راداخل شي ، د مازديګرلمونځ بياترهغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې ماښام راداخل شي ، د ماښام لمونځ بيا ترهغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې ماسخوتن راداخل شي ، د ماسخوتن لمونځ بيا تر هغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې سهار شي او د سهار لمونځ تر هغه وخت پورې نه كوي تر څو پورې چې لمر راوخيږي.)
څوك چې همېشه په دې حالت كې وي اوبيا مړ شي چې توبه يې هم نه وي ايستلې ، خداى جل جلاله ورته د غى وعده وركړې ده ، ( غى: په دوزخ كې يوه ډېره ژوره كنده ده چې ډېر سخت عذاب يې دى )
خداى جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي : فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ )4( الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ )5( كوم چې د خپلو لمونځون څخه بې پروا دي او هغوى چې ځان ښودنه ( رياء ) كوي .
دبې پروا څخه مطلب ناراستي كوونكي دي سعدبن ابي وقاص رضی الله تعالی عنه وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې (فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ )4( الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ )5( ) په اړه باندې وپوښتل پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( هو تاخيرالوقت ) د وخت ځنډونكي دي يعني لمونځ د خپل وخت څخه وروسته كوي او ناراستي كوي . خداى جل جلاله د لمانځه دوخت د ځنډونكوسره د ويل (سخت عذاب ) وعده كړې ده .
ځيني وايي ( ويل ) د دوزخ يوه كنده ده چې كه د دنيا غرونه په كې واچول شي د ګرموالي ( حرارت ) د وجې نه به ويلي شي دا استوګنځى د لمانځه دخپل وخت څخه د ځنډونكي دى ، مګر كه خداى جل جلاله ته توبه وباسي او په خپل كړو كارونو باندې پښېمانه شي د دې عذاب ( ويل ) څخه به خلاص شي .
خداى جل جلاله په بل ايت كې فرمايلي دي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ)9( اى مومينانو! خپل مالونه او خېلخانې مو دخداى جل جلاله د يادولو څخه مه بې پروا كوئ ، څوك چې داسې كوي نو همغه خلك ( اصلي ) تاوانيان دي .
مفسرين وايي د ( بذكرالله ) مطلب پنځه وخته لمونځ دى ، څوك چې د مال اخستلو او خرڅولو، كاروباراو اولاد سره دومره اخته شي چې د لمانځه په خپل وخت كې اداء كول ترې پاتې شي نو دوى تاوانيان دي، همدا ډول پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اول مايحسب به العبد يوم القيامة من عمله الصلاة فان صلحت فقد افلح وانجح و ان نقصت فقد خاب وخسر) د قيامت په ورځ باندې به لومړى حساب دلمانځه كيږي كه لمونځ يې كړى وي نو خلاص او كامياب دى او كه كمۍ يې په كې كړى وي نو تاواني او ناكام دى.
خداى جل جلاله د دوزخيانو په اړه باندې ويلي دي : مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ )42(قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ )43( وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ )44( وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ )45( وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ )46( حَتَّى أَتَانَا الْيَقِينُ )47( فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ )48( دوزخ ته څه شي بوتلى هغوى به ووايي : ( مونږ خو له لمونځ كوونكو څخه نه و ، مسكين ته به مو خواړه نه وركول ، د غلطو بحث كوونكو سره به مو يو ځاى بحثونه كول او دجزا ( قيامت ) ورځ مو دروغ ګڼله تر دې چې همغه رښتينۍ شى راته راغى ) نو بيا به د سپارښت كوونكوسپارښتنه څه ګټه ور ونه رسوي .
پېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( العهدالذى بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر) زمونږ او د دوى ( كافرانو) ترمنځ فرق په لمانځه كې دى چاچې لمونځ پرېښوده هغه كافر دى.
پېغمبر بيا فرمايلي دي : ( بين العبد وبين الكفر ترك الصلاة ) د مومين او كافر ترمنځ فرق دلمانځه پرېښودل دي ( دواړه حديثونه صحيح دي )
په صحيح بخاري كې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( من فاتته صلاة العصر حبط عمله ) څوك چې د مازديګر لمونځ قضاء كړي د ټولې ورځي نيك عملونه يې بې ګټې شول .
په سنن كې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( من ترك الصلاة متعمداً فقد برئت منه ذمة الله ) څوك چې په قصداً لمونځ پريږدي نو د خداى جل جلاله د ذمې څخه خلاص شو ، پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( امرت ان اقاتل الناس حتى يقولوا لااله الااله ويقيموا الصلاة ويوتوا الزكاة فاذا فعلوا ذلك عصموا منى دماءهم و اموالهم الا بحقها وحسابهم على الله ) ( متفق عليه من حديث عمر ) ما ته امر شوى دى چې د خلكو( كفارو) سره تر دې پورې جنګ وكړم چې كليمه ( لااله الاالله ) ووايي ، لمونځ اداء كړي او زكات وركړي ، كله چې دوى دا كار وكړ نو د دوى وينه او مالونه خوندي شول خو په حقيقت كې د دوى حساب د خداى جل جلاله سره دى .
پېغمبر فرمايلي دي : ( من حافظ عليها كانت له نورا وبرهاناً ونجاة يوم القيامة ومن لم يحافظ عليها لم تكن نوراً ولا برهاناً ولانجاة يوم القيامة وكان يوم القيامة مع فرعون وقارون وهامان وابى بن خلف ) څوك چې لمونځ وساتي ( پابندي يې وكړي ) د قيامت په ورځ باندې به لمونځ د ده له پاره رڼايي ، دليل او خلاصوونكى وي او څوك يې چې ونه ساتي د قيامت په ورځ باندې به نه ورته رڼايي ، دليل او نه خلاصوونكى وي ، بلكې د فرعون ، قارون ، هامان او ابي بن خلف سره به يې يو ځاى حساب كيږي .
حضرت عمرو رضی الله عنه ويلي دي : ( د لمانځه د پرېښودونكي دپاره په اسلام كې هيڅ برخه نشته .)
ځيني عالمان وايي د لمانځه دپرېښودونكي حشر به د دې څلورو كسانو ( فرعون ، قارون ، هامان او ابي بن خلف ) سره كيږي ځكه چې د لمانځه څخه به په مال ، دولت ، وزارت او يا تجارت كې د اخته كېدو په وجه باندې به بې پروا شوي وي، كه په مال ( شتمني ) كې اخته وي حشر به يې د قارون سره وي ، كه په دولت ( حكومت ) كې اخته وي حشر به يې د فرعون سره وي ، كه په وزارت كې اخته وي حشر به يې دهامان سره وي او كه په تجارت كې اخته وي حشر به يې د مكې د كافرانو تجار ( ابي بن خلف ) سره وي .
امام احمد د حضرت معاذبن جبل رضی الله عنه څخه روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( من ترك الصلاة مكتوبة متعمداً برئت منه ذمة الله عزوجل ) څوك چې فرض لمونځ په قصدًا پريږدي د خداى جل جلاله د ذمي څخه خلاص شو.
بيهقي په خپل سندسره د حضرت عمربن الخطاب رضی الله څخه روايت كړى دى چې حضرت عمر رضی الله وويل : ( يو سړى پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغى وې ويل اى دخداى جل جلاله پېغمبره ! په اسلام كې خداى جل جلاله ته كوم كار ډېر وړاندي دى ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( الصلاة لوقتها ومن ترك الصلاة فلادين له والصلاة عمادالدين ) په خپل وخت كې لمونځ اداء كول او څوك چې لمونځ پريږدي هغه بې دينه دى ، لمونځ د دين ستن ده .)
كله چې عمربن الخطاب رضی الله يې په توره ووهى چا وويل اى اميرالمومنينه! لمونځ ، حضرت عمر فاروق رضی الله وويل : ( هوكې چا چې لمونځ پرېښوده هغه په اسلام كې هيڅ برخه نه لري ) بيا حضرت عمر فاروق رضی الله په داسې حال كې لمونځ وكړ چې د زخم څخه يې وينه روانه وه .)
يو تابعي عبدالله بن شقيق ويلي دي : ( د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ملګري ( اصحاب كرام ) د لمانځه څخه پرته د هيڅ عمل په پريښودلو نه ډارېدل چې كفر به وي .)
د حضرت علي رضی الله څخه د هغې ښځې په اړوندچې لمونځ نه كوي پوښتنه وشوه ، حضرت علي رضی الله وويل : ( څوك چې لمونځ نه كوي هغه كافر دى ) او ابن مسعود رضی الله عنه ويلي دي : ( څوك چې لمونځ نه كوي هغه بې دينه دى ) ابن عباس رضی الله عنه ويلي دي : ( څوك چې يو ځل قصداً لمونځ پريږدي د خداى جل جلاله سره به په داسې حال كې مخامخ شي چې خداى جل جلاله به ورته په غضب وي .
پېغمبر ويلي دي : ( من لقى الله وهو مضيع الصلاة لم يعبا الله بشى من حسناته ، اى ما يفعل وما يصنع بحسناته ، اذا كان مضيعاً للصلاة ) څوك چې د خداى جل جلاله سره ګوري او لمونځ يې پرې ايښى وي ، خداى جل جلاله به يې نيك عملونو ته هيڅ ارزښت ور نه كړي يعني د لمونځ د ضايع كوونكي نيكى هيڅ ګټه نه لري .
ابن حزم وايي : ( دلوى شرك څخه وروسته دلمانځه دخپل وخت څخه وروسته كولو او د يو مومن په ناسمه توګه وژلوڅخه بله ګناه نشته ) ابراهيم نخعي وايي : ( څوك چې لمونځ پريږدي هغه كافر دى ) او ايوب السختاني هم دا ډول ويلي دي .
عون بن عبدالله ويلي دي : ( انسان چې كله په قبر كې كېښودل شي لومړى به دلمانځه پوښتنه ورڅخه كيږي كه چيري يې لمونځ په پوره او صحيح ډول اداء كړى وي نو نور عملونو به يې هم وګوري او كه لمونځ يې په پوره او صحيح ډول نه وي اداء كړى نو نور عملونه به يې ونه كتل شي .
پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : ( اذا صلى العبدالصلاة فى اول الوقت صعدت الى السماء ولها نور حتى تنتهي الى العرش فتستغفر لصاحبها الى يوم القيامة وتقول : حفظك الله كما حفظتي ، واذا صلى العبد الصلاة فى غير وقتها صعدت الى السماء وعليها ظلمة ، فاذا انتهت الى السماء تلف كما يلف الثوب الخلق ويضرب بها وجه صاحبها ، وتقول : ضيعك الله كما ضيعتني )
ژباړه :كله چې يو كس په اول وخت كې لمونځ وكړي په رڼايي كې به اسمان ته وخيږي تردې پورې چې عرش ته به ورسيږي او دلمونځ كوونكي له پاره به دبخښني دعاء وغواړي او وبه وايي : ( خداى جل جلاله دي ستا داسي ساتنه وكړي لكه چې تا زما ساتنه وكړه ) او كله چې يو كس ناوخته لمونځ وكړي نو آسمان ته به په توره تياره وخيږي كله چې هلته ورسيږي ديوې زړې ټوټې غوندې به يې راغونډ كړي او دلمونځ كوونكي په مخ باندې به يې راوغورځوي لمونځ به ووايي : ( خداى جل جلاله دي تا داسې بې ګټې كړي لكه تا چې زه بې ګټې كړم .)
ابوداود په خپل سنن كې د عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روايت كړى دى وايي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( ثلاثة لا يقبل الله منها صلاتهم : من تقدم قوماً وهم له كارهون ، ومن استعبدمحرراً ، ورجل اتى الصلاة دباراً )
خداى جل جلاله د درې كسانو لمونځ نه مني : څوك چې يو قوم ته د امامت له پاره مخكي شي او قوم يې په امامت باندي خوشحاله نه وي ، څوك چې اصيل سړى غلام كړي او هغه كس چې لمانځه ته وروسته راځي يعني چې د لمانځه وخت تير شي بيا لمونځ كوي .پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روايت شوى دى چې وې وويل : ( من جمع بين صلاتين من غيرعذرفقد اتى باباً عظيماً من ابواب الكبائر ) څوك چې د عذر څخه پرته دوه لمونځونه يو ځاى كړي په حقيقت كې دا كس دلويو ګناوو يوې لويې دروازې ته راغى .دخداى جل جلاله څخه دتوان او مرستې غوښتنه كوو په رښتيا چې سخي ، مهربانه اوبهترين بخښونكى دى .
راټولونکی : حماس افغان

