جان مک كين: د امریکایانو له ماتې سره افغان عسکر هم ماتیږي

امریکایي جګپوړي سناتور او په تیر کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند جان مکین هم دنورو امریکایي چارواکو په څیر په افغان جګړه کې د خپل هیواد په ماته اعتراف وکړ.

مک كين ويلي دي، چې د امريکا متحده ايالات د افغانستان جګړه کې له ماتې سره مخ دي. نوموړی یې وایي چې د دې لامل د هېواد اوسنۍ مشرتابه ده.

نوموړي  د سي بي ايس نيوز سره په مرکه کې څرګنده کړه چې ‹‹موږ ستراتېژي نه لرو او له ماتې سره مخ يو. کله چې موږ ماتې وخورو، موږ هم ماتې خورو او د افغانستان ځواکونه هم.› نوموړی له ماتې سره سره بیا هم په جګړه  ټينګار کوي،   دی وايي: “اصل ستونزه په سپينه ماڼۍ کې ده، دوی بايد ټول راټول شي او يوه ستراتېژي اعلان کړي” هغه ټينګار وکړ چې دا د ولسمشر دنده ده.

نوموړی پداسې حال کې داسې اعترافات کوي چې زرګونه  امریکایي عسکر یوځل بیا هیواد ته راروان دي خو د امریکا کانګرس او اکثریت اروپایي هیوادونه بیا له جګړې ستړي شوي او لکه په تیر کې د نظامي برید پلویان ندي

فرید افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button