لیکونکې.او تولوونکې: عبدالله حیران
(۱)داستغفار ګټې او خوندورې پایلې.
۱:.استغفار ویل د الله تعالی د امر پر ځای کول دی.
:.۲:.جنت ته د ننوتو سبب دی .
۳:.د ګناهونو د بخښنې غوره لاره ده.
۴:.د رزق د لارو خلاصون دی.
۵:.له مړینې وروسته درجې پورته کوي.
۶:.الله تعالی قهر او عذاب بندوي.
۷:.الله تعالی په ډالۍ کې نیکمرغه ماشوم ورکوي.
۸:.د زړونو زنګ لرې کوي او پاکوالی وربخښي.
۹:.له ناروغیو څخه به صحت درکوي او له ژونده به خوند اخلې. او داسې نور ډير انعامات به هم درکړي.
(۲):د استغفار په اړه د سلف صالحینو ویناوې.
۱””عایشه صدیقه رض.. عنهاوايي:دهغه چا لپاره خوشالي ده، چې په خپله عملنامه کې یې ډیر استغفار وی.
۲””ابو موسی اشعري رض…وایي:زمونږ لپاره عذاب څخه د خلاصون دوه سببه و، چې یو یې اوس هم راپاتې دي، یو په موږ کې د نبي ص ..شتون، بل استغفر الله، که چېرې دا هم لاړ،نو موږ به تباه شو.
۳””لقمان حکیم رحمة الله زوی ته وویل: ای زویه! الله تعالی د دوعا قبولو لپاره ځانګړي وختونه لري، نو هر وخت ډیر استغفار وایه.
۴””قتاده رحمة الله وایي: قران تاسې ته ناروغي او درملنه دوړاه ښودلي دي، ګناهونه ستاسې ناروغي ده، او استغفار ستاسې درملنه ده.
(۳).حسن بصري رحمةالله به ویل؛
له الله تعالی څخه بخښنه ډیره غوړاې تـر دې چې په خپلو کورونو، لارو، کوڅــو، بـــازارونواو هــر مجلس کې یې غواړئ ځـکه تاسې نه پوهیږئ، چــې د الله تعالـــــی لـــخوا کلــــه بـخـښنه درتـــه کـیږي.
(۵)حـــافـــظ ابـــن تیـــمیـــه وایي؛
هره ستونزه چې رامنځته شي. نو زر(۱۰۰۰) وارې [استغفرالله] ووایم الله جل جلاله یې را ته هوراه کړي
دوهمه: کیسه
یو کس خپله کیسه کوي چې زه یو ځل بندي شوم او له یو کال زیات بند راباندې وخوت، د نبی علیه السلام هغه وینا مې رایاده کړه،چې فرمایي:
(((مَنْ لَزِمَ الِاسْتِغْفَارَ جَعَلَ اللهُ لَهُ مِنْ کُلِّ ضِیقٍ ماَحْرَجًا، وَمِنْ کُلَّ هَمٍّ فَرَجًا، وَرَزَقَهُ مِنْ حَیْثُ لَا یَحْتَسِبُ))){ سنن ابو داود حدیث نمبر۱۵۱۸}
نو ما پر ځان استغفار ویل لازم کړل، او هره ورځ به مې په زرګونو ځلې استغفرالله ویل، له دوو میاشتو وروسته، د زندان مشر راوغوښتلم او راته یې وویل: ستا د بنده موده پوره شوې او تاته معافي راغلې، له زندان څخه له وتلو څه موده وروسته مې ملګری راغی ،او راته یې وویل: زه خبر شوی یم چې له زندان نه راخلاص شوی یې او د ژوند ډېر مشکل پړاوونه پرتا راغلي، دغه پیسې دروخله او خپل مشکلات پرې حل کړه. ما چې پېسې وشمیرلې، نو له پنځوسو زرو څخه زیاتې وې،ډېر خوشاله شوم، او د ژوند ټول ضرورتونه مې پرې پوره کړل، څه موده وروسته یې بیا ورو غوښتم او بیا یې هماغومره پېسې راکړې، دا ټولې مهربانۍ زما د هغه استغفار د ویلو له برکته وې الحمدالله ………..نور بیا

