دلته بس همدومره اور دی چي هر څوک یې له خپل ځان سره پخپله راوړي

لیکوال:ابوبکرعظیمی

یو وخت یوه سړي د حقیقت دموندلو اوږد سفرپیل کړ۰
له ښارونو تیرشو،
له غرونو واوښت،
له سیندونو پوري وت .
او یو لوی ځنگل ته ورسید۰
دا د دنیا اخري سر و۰
دغه وخت سخت وږی شو۰
په ځنگل کي یوصحرایي چرگ په گوتو ورغی، ویې نیو،
حلال یې کړ.
خو دپخولو له پاره یې اور ونه موند۰
په اور پسي ډیر وکړید۰
د ځنگل پای ته ورسید۰
هلته یې لویه، زړه کلا ولیده چي ورباندي لیکلي وو:
دا دوزخ دی !
مسافر خوشحاله شو۰
دروازه یې ور وډبوله۰
چوکیدار راووت۰
چوکیدار ته یې وویل:
چرگ پخوم،
یو څه اورمې پکار دی۰
چوکیدار ځواب ورکړ:
اورنشته۰
مسافر ورته وویل:
ولې،
دکلا په دروازه خولیکلي دي چي دا دوزخ دی۰
چوکیدار په ځواب کي وویل:
دا سمه ده چي دا د دوزخ کلا ده خو ته غلط پوه شوي یي،
دلته اضافي اور نشته،
دلته بس همدومره اور دی چي هر څوک یې له خپل ځان سره پخپله راوړي۰
مقصد؟
یعنی بز به پای خود ګوسفندبه پای خود!