حمزه مهاجر
د ابابیلو بل دوران په اسرائیل راوله
یاالله عذاب له اسمان په اسرائیل راوله
غزه مو بل اُندلس شوی صلیبي تاړاک دی
صلیب ځپونکی یو کاروان په اسرائیل راوله
بیا ایوبي صلاح الدین او بل طارق پیداکړه
یا ملاعُمر غوندې غازیان په اسرائیل راوله
چې د بې قبره اُسامه شهید پردیسه اروا
په خوشحالۍ شي ستر فُقدان په اسرائیل راوله
کړه د غزّې غزا قبوله شهیدان جنتي
مجاهدین یې فاتحان په اسرائیل راوله
له دې عرب منافقینونه مو تمه نه شي
ناټوځپوونکي طالبان په اسرائیل راوله
غزه کې زموږه انتقام له صلیبیانو واخله
لعنت او قهر یارحمان! په اسرائیل راوله
چې له عربو غلامانو هم سرونه غوڅ کړي
هغه مهدي آخرزمان په اسرائیل راوله
چې د ستر ملاعُمر غمجن روح یوځل بیا مُسکی شي
د امریکا شکست الآن په اسرائیل راوله
خدایه! اُمَّت مو کړه راټول په عمري خلافت
او هم د نوح غوندې طوفان په اسرائیل راوله
صف د مهدي کې *شهیدزوی* توره په لاس کې ربه!
هغه هم تاته دی آسان، په اسرائیل راوله.
اللهم ثم آمین.