شهيدزوی
امت په تا یتیم دی اې رهبره بختوره
امیرالمؤمنین ملاعمره بختوره
په قبر دې هم اُوري ملنګي له رعبه ډکه
نړۍ کې له شاهانوڅخه ستره بختوره
د دین او د امت په سر دې ننګ جهان حیران کړ
ثانی صلاح الدینه د زړه سره بختوره
د عصر مجدِده ټول امت پرتا راټول وُ
آسیانه تر مغرب آن تر خاوره، بختوره
باور مې دی چې رب به امریکا کړي دلته ماته
رښتیا کړه الله ستا هغه خبره بختوره
هیوادیې فتحه کړی او ناټویې ماته کړې
لښکر دې اقصی څاري تر کاشغره، بختوره
په عجز او سادګي کې دې ژورې فلسفې ته
حیران دی *شهیدزوی* اې قلندره بختوره.