جمعه, اکتوبر 31, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د اسراییلو او داعش د شتون تر اوازو

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 3, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
180
ځلې شریک شوی
240
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

له څو ورځو راهيسې زمونږ په ګران هيواد کې د اسرائیلي پوځيانو د شتون په اړه خبرونه لر و بر کيږي، چې ډيرو زړو ته نه لويږي؛ ځکه تر اوسه يې په اړه داسې دليل نه دی وړاندې شوی چې زړونه پرې اوبه وڅښي، خو بيخي دروغ يې هم ځکه نشو بللی چې خالق تعالی مو کفري نړۍ ته د (ملت واحدة) لفظ کارولی، بناءً ويلی شو چې دلته د اسرائلي پوځيانو نظامي حضور او د خپلو يارانو (امريکايانو) مرسته کول له امکان څخه لرې هم نه ده.

دا هم ولولئ

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

له دې علاوه رسنيو يو بل خبر هم ورکړ چې وايي: ايراني استخباراتو يو پاکستاني وفد ته خبرداری ورکړی چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د امريکا او اسرائلو په مرسته د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې سيمې ته ليږدول شوی او غواړي له دغه ځايه ټوله سيمه (افغانستان، ايران، پاکستان، چين، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) نا ارامه کړي.

دغه راز د تېرې مئ مياشتې په ۱۶مه د پاکستان لپاره د تاجکستان سفير په يو خبري کانفرنس کې په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه انديښنه وښوده او ويې ويل چې دا د ټولې سيمې د امنيت او ثبات لپاره يو لوی تهديد دی.

دلته د سرائيلي پوځ د شتون په اړه لومړۍ ليکنه د وټرنز ټوډې امريکايي ويبپاڼې لخوا نشر شوه، دا د امريکا باتجربه متقاعدو جنرالانو پورې تړلې پاڼه ده، چې په ګوړه کې زهر ليږدوي، د دې ويب پاڼې ډيری ليکنې/خبرونه د بيان د ازادۍ په نوم په ظاهره په امريکايي چارواکو نيوکې خو په واقعيت کې يوه تبليغاتي دستګاه معلوميږي. د دې پاڼې په ګوړه زمونږ وطندار نظر محمد مطمئن او قادرخان محمد هم تيروتلي وينم، همدا د اسرائيلو په اړه ليکنه هم قادرخان د همدې پاڼې د مشر ايډيټر ګورډن ډف په همکاري ليکلې او نظر محمد مطمئن بيا ټويټ کړې وه.

خير، بايد د دوی دواړو د پاک نيت ستاينه وکړو، مګر دغې ليکنې ته هم بايد په دومره سطحي نظر ونه ګورو چې بس ليکنه وه نشر شوه؛ ځکه لکه چې ومو ويل دا پاڼه په امريکايي پخوانيو متقاعدو جنرانو پورې تړلې ده او هر څه چې نشروي، ضرور يې تر شا يوه لويه کيسه او پلان شتون لري.

زما په نظر د افغانستان او پاکستان پر پوله د داعشي مشرانو د ځای پر ځای کيدو اوازه او دلته د اسرائيلي پوځيانو د حضور خبره له شکه وتلې يوه دسيسه ده. امريکايان غواړي په افغانستان کې روان اخ و ډب هم د سوریې هغه په څير څو اړخيز وښيي، له خلکو يې د پای ته رسولو لاره ورکه کړي او بلاخره دوی خپل اشغال او ناروا جګړې ته دوام ورکړي.

د پاکستان په شمول روسيه، چين او د سيمې نور هيوادونو له اسرائيلو سره د يادونې وړ اړيکې نه لري او د پاکستان دولت خو د افغان ولس په څير اسرائيل د خپل دين او عقيدې سرسخت دښمنان ګڼي. دغه راز روسيه، چين، ايران او شاوخوا هيوادونه په افغانستان کې د داعش له نفوذ څخه په ويره کې دي، دوی ټول نه غواړي داعش يې پولو ته نژدې فعاليت ولري.

له دغه ځايه ده چې امريکايان د دې دواړو منفورو نومونو يادونه عاموي، تر څو زمونږ په هيواد کې روانه جګړه کې د سيمې هيوادونه هم په يو نه يو ډول ورشريک کړي، چې په دې سره به دوی ته دلته د خپل حضور د دوام لوی دليل په لاس ورشي.

که هيواد ته د سيمې د هيوادونو لاس راغځول ثابت شي، دا به امريکايانو ته د چين، روسيې او ايران د نفوذ بهانې برابرې کړي او د جګړې دوام ته به په بين المللي سطحه خپل ځان مجبور وښيي، دغه راز به د نړۍ هغه هيوادونه، چې اوس امريکايي استعماري موخې مردودې ګڼي او دلته په روانه کړې جګړه يې ګرموي، په دې قانع کړي چې که دوی له افغانستان څخه ووځي، ښايي حالت يې تر سوريې په ځلونو ډېر بد تر او د نړۍ په کچه لوی سرخوږی رامنځته شي.

طالبان بايد دغې مسئلې ته جدي توجه وکړي، طالبان مې ځکه ياد کړل چې په افغانستان کې او د سيمې په کچه د ارامۍ او ثبات اړوند د اميد سترګې يوازې دوی ته دي، چې بايد اميدونه ورپورې وهم تړل شي؛ ځکه افغانستان کې بل داسې څوک يا خوځښت وجود نه لري چې په بشپړ ډول دې مستقيم يا غير مستقيم د امريکا تر تاثر او احسان لاندې نه وي.

نو طالبانو ته لازمه ګڼم چې د سيمې هيوادونه په دې پوهـ کړي چې د داعش زور يې اوبه کړی، دغه ډله اوس هغه زور او ځواک نه لري چې څو کاله وړاندې يې له خپل بروز سره يو ځای ښکاره کړی و. فعلا دلته د داعش نوم يوازې د رسنيو په څپو کې پاتې دی، په واقعيت کې دغه ډله ځپل شوې او هغه ميږوی او رسۍ هم کمزورې شوي، چې دوی يې په زور غورځې پرځې وهلې.

طالبانو ته ښايي چې د داعش له نوم څخه ترهيدونکي هيوادونه په افغانانو کې له داعش سره په شته نفرت او کرکه خبر کړي او قناعت ورکړي چې دلته که د ابوبکر بغدادي داعش دی او که د امريکايي استخباراتو داعش، هر يو منفور دی او هيڅکله به ونه توانيږي چې له افغانستان څخه خپله ځاله جوړه او د سيمې هيوادونو ته سرخوږی شي.

دغه راز طالبان بايد ټول ګاونډيان متيقن کړي چې له دې بلاګانو (که وجود ولري) هم ځان او هم دوی خلاصولی شي، خو که دوی د امريکا او ناټو لاس نيوی پريږدي او هيڅ راز همکاري ورسره ونه لري.

د افغان ولس په څير سمه وال هم له طالب خوځښت پرته بل د استغاثې لوری نه ويني؛ نو طالبان يې هم بايد د ديني مکلفيت او انساني خواخوږۍ له مخې د امريکا رحم کرم ته پرېنږدي، بايد د روانې لانجې دې اړخ ته هم ښه پوره توجه وکړي، ګني ممکن په ځانګړي ډول زمونږ افغانانو برخليک له فلسطينيانو او سوريايانو ډير بد تر او هيواد مو د تل لپاره د زور ازمايي ډګر وګرځي.

مخکینې مطلب

بشار الاسد له کیم جونګ اون سره ګوري

بل مطلب

مسلميار وايي، پر کور يې افغان ځواکونو نه امریکايي مليشو عمليات کړي دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
خبرونه

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
خبرونه

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
افغانستان

د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
خبرونه

د سوډان جګړه؛ چټک ملاتړ ځواکونو ۴۷ حکومتي سرتېري اعدام کړي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 30, 2025
0

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025
0

د غزې د بشري حقونو مرکز: اسراییلو د اوربند سرغړونه کړې او په بریدونو کې يې ۱۰۰ تنه شهیدان کړي‌

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 29, 2025
0

د ایران ولسمشر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړې د حل لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 29, 2025
0

د سوډان جګړه؛ چټک ملاتړ ځواکونو ۴۷ حکومتي سرتېري اعدام کړي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 29, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

ذبيح الله مجاهد: د پاکستان سره د تفاهم لپاره د استانبول خبرې مثبتې وې، ډيپلوماسي د حل لار ده

امریکا د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید کړ

د سوډان جګړه؛ د جټک غبرګون ځواکونو بریدونو کې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

عبدالملک حوثي: صهیونیستي رژیم اوربند مات کړی، که مقاومت اجازه ورکړي یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي

د استانبول مذاکرات؛ افغان او پاکستاني پلاوي نن یوځل بیا خبرې کوي

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

د غزې د بشري حقونو مرکز: اسراییلو د اوربند سرغړونه کړې او په بریدونو کې يې ۱۰۰ تنه شهیدان کړي‌

د ایران ولسمشر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړې د حل لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com