(کابل ټیکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱۳) د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وايي، پر کور او کلي يې د افغان ځواکونو له لوري نه بلکې د امريکايي مليشو له لوري عمليات شوی دي.
مسلميار په مشرانو جرګه کې د امنیتي تړون د لغوه کېدو د بحث په موضوع کې وويل: “په ننګرهار کې صفر دوه په نوم قطعه د امریکا مليشې دي چې خپلسري عمليات کوي او پايلې به يې خطرناکې وي.”
شاوخوا پنځه ورځې مخکې د صفر دوه قطعې د چپرهار ولسوالۍ د دولتزيو سيمې په چينو کلي کې د مشرانو جرګې د مشر پر کلي او د کورنۍ پر غړو عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې د يوه سيمه ييز قومندان د وژل کېدو سبيره څو سيمه ييزو پوليسو په ګډون نهه کسان ووژل شول او څو نور ټپيان شول.
که څه هم دا لومړی ځل دی چې د صفردوه قطعې په عملياتو کې دولتي نظامي کسان د هغوی د برید هدف ګرځي خو تر دې مخکې يادې قطعې په همدغه ولسوالۍ کې، په بټيکوټ، خوږياڼو او ځينو نورو ولسواليو کې ملکي خلک په نښه کړي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
	    	
 
		    















 
                